لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په شام د امریکايي برید په اړه د نړیوالې ټولنې غبرګون


روس وایي د امریکا دغه برید د دروس اؤ امریکې ترمینځ وړاندې نه پیچلې اړیکو ته نور زیان هم رسولی دی
روس وایي د امریکا دغه برید د دروس اؤ امریکې ترمینځ وړاندې نه پیچلې اړیکو ته نور زیان هم رسولی دی

په شام د امریکایي برید څخه وروستو د نړۍ لخوا په دغه حمله ګډوډ غبرګون مخې ته راغلی اؤ چرته که د نړۍ ګڼو هیوادونو دغه برید ستائیلی نو هلته ځینو هیوادونو ددغه برید غندنه هم کړې ده.
د امریکایي صدر په امر تیره شپه د شام په یو هوايي بیس دټام هاک کروز توغندو دغه برید وروستو له هغې شوی چې څو ورځې وړاندې د بشارالاسد د حکومت له لوري د شام په دلب صوبه کې په خلکو د کیمیايي وسلو دحملې خبرونه مخې ته راغلل.
د امریکا دصدر ډونلډ ټرمپ په امر دداغل شوؤ ۵۹ ټام هاک کروز توغندو په دغه برید کې د څلور پوځیانو د وژل کیدو اؤ د شام د هوایي ډګر په مکمل ډول د تباه کیدو خبرونه مخې ته راغلي دي.
روس چې د بشارالاسد د حکومت کلک ملاتړی دی د امریکا ددغه هوايي برید کلکه غندنه کړې ده اؤ دا یې د یو خپلواک هیواد په ضد تیری اؤ د نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه ګرځولې ده.
د روسیې له لوري جاري شوي یو بیان کې ویل شوي د امریکا دغه برید د دروس اؤ امریکې ترمینځ وړاندې نه پیچلې اړیکو ته نور زیان هم رسولی دی.
د کریملن ویاند دمتري پیسکوؤ ویلي د شام پوځ سره د کیمیایي وسلو هیڅ ذخیره نشته.
خو د امریکا ائتلافي هیواد برطانیې بیا ددغو هوایي بریدونو څخه کلک ملاتړ ښودلی اؤ دا حمله یې د خطرناکو کیمیايي وسلو د کارولو یو زړه پورې غبرګون ګرځولی .
برطانیې پخپل غبرګون کې ویلي د امریکا ددې برید مقصد د شام د لوري د نورو حملو مخه نیول وؤ.
د پاکستان له لوري تر دې مهاله ددغه برید په اړه کوم رسمي بیان مخې ته نه دی راغلی .

دپاکستان د بهرنو چارو ددفتر ویاند ښاغلي نفیس ذکریا یوه ورځ وړاندې ویلي وؤ چې شام د کیمیايي وسلو د استعمال تردید کړی اؤ پاکستان هرځایې کې د کیمیایي وسلو د استعمال مخالفت کوي
سعودي عرب هم په شام د شوي برید څخه ملاتړ ښودلی اؤ دې ته یې د امریکایي صدر له لوري دیو غوره ګام نوم ورکړی .
د سعودي د بهرنو چارو د وزارت له مخې په داسې موقعه د امریکایي صدر د لوري دغه ګام اخستل یوه تورزني ده چې نړیواله رورولي د شام د حکومت د ناوړه ګامونو په مخنیوي کې ناکام شوې وه.
خو ایران بیا ددغه برید غندنه کړې اؤ ویلي یې دي چې دهر رقم یو اړخیزه نظامي بریدونو په څیر دا برید هم د منلو وړ نه دی.
د ایران له لوري په یو بیان کې ویل شوي امریکا په شام د برید کولو دپاره کیمیایي وسلې یوازې یو جواز جوړ کړی دی اؤ ددغسې بریدونو له امله به د سیمې وضعیت نور هم تاوژن کیږي.
ترکیې هم په شام د شوې حملې ستائنه کړې اؤ ددغه هیواد د بهرنو چارو مرستیال وزیر پخپل یو بیان کې ویلي دي چې د بشارالاسد حکومت ته هم داسې سزا ورکول پکار وه.
داسرائیل د وزیراعظم د لوري جاري شوي بیان کې هم په شام د امریکا له لوري شوې حمله ستائیل شوې ده اؤ ویلی یې دي چې چې د امریکا صدر ډاګیز پیغام ورکړی چې د کیمیایي وسلو کارول اؤ خورول به نه زغمل کیږي
د پاکستان له لوري تر دې مهاله ددغه برید په اړه کوم رسمي بدلون مخې ته نه دی راغلی خو دپاکستان د بهرنو چارو ددفتر ویاند ښاغلي نفیس ذکریا یوه ورځ وړاندې ویلي وؤ چې شام د کیمیايي وسلو د استعمال تردید کړی اؤ پاکستان هرځایې کې د کیمیایي وسلو د استعمال مخالفت کوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG