لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا خپله سمندري جنګي بېړۍ شمالي کوريا پله روانه کړې


د سمندرۍ بېړۍ په دغه ګروپ کې د يُو اېس اېس کارل ونس نومې جهاز بردار په ګډون درې میزائل شکن سمندري جهازونه هم شامل دي.
د سمندرۍ بېړۍ په دغه ګروپ کې د يُو اېس اېس کارل ونس نومې جهاز بردار په ګډون درې میزائل شکن سمندري جهازونه هم شامل دي.

امريکې خپله سمندري جنګي بېړۍ ټاپو کوريا ته روانه کړې ده د دې دپاره چې شمالي کوريا ته هلته د امريکايي موجودګۍ ډاګيزه پېغام ورکړی شي.

شمالي کوريا د ملګرو ملتونو د امنيتي شورا د قراردادونو د لارې لګول شوؤ بندېزونو باوجود څو ورځې وړاندې د بېلسټک میزائل تجربه کړې ده.

"دې کارل ونسن اسټرائيک ګروپ" د سنګارپور نه اسټريليا پله روانېدل ؤ، ولې د امريکې د پېسفک کمانډ دې بېړې ته د شمال پله تلو امر کړی دی.

د کمانډ درېم فليټ د اطلاعاتو څانګې مشر کمانډر ډيوبنهم د وايس اف امریکا د پېنټاګون نمائنده کارلاباب ته ويلي د تهرډ فليټ بېړه لويدځ بحرالکاهل کې د امریکايي ګټو د تحفظ دپاره پرمختګ کوي.

هغه ويلي "د خپلې لاپرواهۍ، غېر زمه وارۍ او میزائل پروګرام او تجربو جوهري وسلو ترلاسه کولو د هڅو نه دې سيمې ته د ټولو نه زیاته خطره شمالي کوریا جوړه ده".

د سمندرۍ بېړۍ په دغه ګروپ کې د يُو اېس اېس کارل ونس نومې جهاز بردار په ګډون درې میزائل شکن سمندري جهازونه هم شامل دي.

پيانګ ياتګ پرله پسې د نړيوالې ورورولۍ هغه خبرداری ردوي، چې د ميزائلو او جوهري تجربو نه ډډه وکړي.

د شمالي کوريا چارواکو او مشر کم جونګ اُن څو ځله دا اشاره ورکړې ده چې سږ کال به د بېن البراعظمي يا د دې سره اړونده ميزائل تجربه وکړي.

په ممکنه توګه دا تجربه د ۱۵ اپرېل پورې کېدی شي کومه چې د شمالي کوريا د باني صدر د ۱۰۵م کاليزې ورځ ده او دا په ملک کې د " دې ډی آف سن" نمانځل کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG