لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

که ضرورت و نو په شام بیا بريد کیدی شي، نيکې هېلي


هغې ويلي ”د حکومت بدلون داسې خبره ده چې مونږ يې فکر کوؤ“.
هغې ويلي ”د حکومت بدلون داسې خبره ده چې مونږ يې فکر کوؤ“.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفيرې وړانديز کړی که صدر ټرمپ اړتيا ولري چې په شام نور پوځي بريدونه وکړي "نو کولی شي".

سفيرې نيکې هېلي د اتوار په ورځ سي اېن اېن ته ويلي”هغه به دلته ونه درېږي، که هغه وګڼي چې نور اقدامات ضروري دي نو هغه به داسې وکړي“.

ولې د شام د صدر بشار الاسد د واک نه لرې کولو د پام په اړوند د هېلي او خارجه وزير رېکس ټيلرسن اشارې يو بل سره مېلاويږي.

هېلي ويلي ”داسې کومه خبره نشته که چرته اسد سره حکومت په لاس کې وي نو د کوم سياسي حل د خبرې نتيجه به څه راووځي، که چرته تاسو د هغه په اقداماتو نظر واچوئ که چرته تاسو د هغه حالاتو ته وګورئ نو هيڅ حکومت داسې نه ښکاري چې اسد پُرامنه او باثباته ګڼي“.

هغې ويلي ”د حکومت بدلون داسې خبره ده چې مونږ يې فکر کوؤ“.

ولې د امریکې خارجه وزير ټېلرسن ويلي په شام کې تراوسه پورې داعش ته ماتې ورکول د امريکا لمړی هدف دی.

ټېلرسن د سي بي اېس پرواګرم ”فېس دې نېشن“ ته ويلي ” دا انتهائي مهمه معامله ده چې مونږ خپل ترجيحات سم کړو او مونږ ګڼو چې زمونږ لمړی پام داعش ته ماتې ورکول دي“.

ټېلرسن ويلي ”چې کله د داعش خطره کمه يا د مينځه لاړه شي نو زمونږ په فکر مونږ به پام نېغه په نېغه د شام د حالاتو مستحکم کولو پله راوګرځوؤ“.

لوړي پوړي امریکايي چارواکي زياته کړې ” مونږ هيله مند يُو چې مونږ د کورنو جګړو سلسله ودرولی شو او مونږ د سياسي خبرو اترو د عمل د پېل کولو دپاره پارټۍ مېز ته راوستلی شو“ چې د اسد حکومت او مختلفې ياغي ډلې چې په دمشق د ورختلو هڅه کوي ترمنځ خبرې وشي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG