لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایمنسټي وایي پاکستان نابالغو اؤ ذهني رنځورانو ته هم دمرګ سزاګاني اورولي

Yaponiya - Tokioda

Yaponiya - Tokioda

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان ایمنسټي انټرنیشنل ویلي چې په کال ۲۰۱۶م کې په پاکستان کې د مرګ په سزا د عمل کولو شرحه کې ۷۳ فیصده کمی راغلی دی.

خو دغه سازمان وایي چې تیرکال پاکستان کومو کسانو ته د مرګ سزاګانې ورکړي هغې کې نابالغه اؤ ذهني رنځوران هم شامل دي

د ایمنسټي انټرنیشنل د راپور له مخې پاکستان کې د مرګ د سزا په شرحه کې د کمي باوجود هم پاکستان د هاغو هیوادونو په فهرست کې شامل دی چې پکې تر ټولو زیات د مرګ سزاګانې ورکول کیږي.

ایمنسټي انټرنیشنل وایي د پاکستان په څیر هیواد چې کال ۲۰۱۵م کې ۳۲۶ؤ کسانو ته د مرګ د سزا ورکولو له امله د لمړیو پینځوؤ هیوادونو په قطار کې شامل ؤ تیر کال یې ۸۷ؤ کسانو ته د تیزندۍ سزا ورکړې ده.

دغه شمیره ښایي چې پاکستان د کال ۲۰۱۵م په مقابله کې ۲۳۹ کمې د تیزندۍ سزاګانې خلکو ته ورکړي دي.

رپورټ کې ویل شوي کومو کسانو ته چې د تیزندۍ سزاګانې ورکړل شوي هغوئ کې لږ تر لږه څلور داسې وؤ چې سزاګانې ورته د پوځي محکمو له لوري اورؤل شوې وې.

پاکستان کې پوځي محکمې په کال ۲۰۱۵م کې پیښور کې په ارمي پبلک سکول د ترهګریز برید څخه وروستو د دوؤ کالو دپاره جوړ کړل شوي وؤ اؤ په دغه مهال ۱۳۳ؤ کسانو ته د تیزندۍ سزا ګانې اورؤل شوې وې.

پاکستان کې د بشري حقونو د سازمان هیومن رائټس کمیشن اف پاکستان مشر ډاکټر مهدي حسن وائس اف امریکه ډیوه ریډیو ته ویلي کال ۲۰۱۶م کې د هیواد دننه د تیزندۍ د سزا کې د کمي شرحه د لویدیزو جمهوریتونو لخوا په دې اړوند پاکستان باندې فشار ښایي.

هغه وایي د تیزندۍ سزاګانو کې کمی راغلی دی خو هاغه کسان چې ورته د محکمو له لوري د تیزندۍ سزاګانې اورؤل شوي اوس دا سوچ کول چې ګنې دغه خلک به هم نه تیزندي کیږي ، دا به د وخت نه وړاندې خبره وي.
پاکستان کې د تیزندۍ په سزا لګیدلی بندیز ختمیدل اؤ ترهګرو ته د سزاګانو ورکولو دپاره د پوځي عدالتونو په جوړښت مخالفو سیاسي ډلو اؤ د بشري حقونو دپاره کار کوونکو سازمانونو په کلکه غندلی اؤ د پوځي محکمو له لوري د تیزندۍ د سزاګانو ورکولو باوجود د ترهه ګرۍ مخه نه ده نیول شوې.

ډاکټر مهدي حسن ویلي د هیواد هاغه ښارونه چې تراوسه د ترهګرۍ څخه خوندي اؤ پاک ګڼل کیدل هلته په دې وروستیو کې رامنځته شوې د ترهګرۍ پیښې ښایي چې د تیزندۍ سزاګانې د ترهګرۍ په مخنیوي کې ناکامه شوي دي.

د ایمنسټي انټرنیشنل د راپور له مخې تیرکال پاکستان کې ۳۶۰ؤ نه زیاتو کسانو ته د مرګ سزاګانې اورؤل شوي وې چې پکې نابالغ اؤ په ذهني توګه معذور کسان هم شامل وؤ اؤ د کال تر پایې د ۶۰۰۰ؤ څخه زیاتې د تیزندۍ قضیې د اوریدنې لاندې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG