لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيښور کې دبریښنا په مرکزونو دحکومتي غړو اؤ پاریدلو خلکو حملې


حکومتي غړی فضل الهي پخپله کلیو ته بریښنا ورکوي
حکومتي غړی فضل الهي پخپله کلیو ته بریښنا ورکوي

په پیښور کې دپارلیمان دغړو په مشرۍ صوبه کې د واکمن ګوند تحریک انصاف په سوؤنو غړو د بجلۍ یا بریښنا ترلاسه کولو دپاره دبجلۍ خورؤنې په مرکزونو حملې کړي اؤ د بریښنا خورولو واک یې پخپل لاس کې اخستی

دبریښنا خورونکې ادارې ویاند وایي که حکومتي غړي همدغسې اولس په ادارو

بریدونو اؤ قبضې ته راپاروي نو خطرناکې نتیجې به ولري

خو حکومت غړو ګواښ کړی چې که د بریښنا په ورکړه کې واپډا اولس سره زیاتی بند نه کړو نو د بریښنا خورولو مرکزونه به ونړوي.

دخیبرپښتونخوا سرښار پیښور اؤ نورو سیمو کې دګرمۍ سیوا کیدو سره سم د بجلۍ لوډشیډنګ هم سیوا شوی اؤ د کلیوالو سیمو اوسیدونکي نیوکې کوي چې د۱۰ؤ نه نیولې تر۲۰ؤ ساعتو په هغوئ بجلي بندولی شي.

دبجلۍ ددغه نشتوالی په ضد د پيښور په رینګ روډ د پرتو بیلابیلو کلیو اؤ د صدر اؤ یونیورسټي‌ روډ په سوونو پاریدلي خلک تیره ورځ د صوبایي اسمبلۍ دحکومتي غړو فضل الهي اؤ عارف یوسف په مشرۍ د بجلۍ خورولو په مرکزونو ور وختلي اؤ د بجلۍ خورولو واک یې پخپل لاس کې اخستی دی.

په هزار خوانۍ سیمه کې د بجلۍ خورولو په مرکز پاریدلو مظاهرینو صوبه کې د واکمن ګوند تحریک انصاف بیرغونه هم لګولي دي.

د هزارخوانۍ د بریښنا په مرکز د ورختلو وروستو دصوبایي اسمبلۍ غړي فضل الهي پخپله هاغو کلو ته د بجلۍ ورکولو عمل پیل کړی چرته چې خلکو د بجلۍ دنشتوالي ګیله کوله

حکومتي غړي فضل الهي میډیا ته ویلي چې د بریښنا د خورونې ادارې پیسکو هغوئ سره ژمنه کړې وه چې تر ۶ؤ ساعتو زیاته به بریښنا نه بندوي خو اوس یې د لسو نه نیولی ترشلو ساعتو دبریښنا بندولو عمل شروع کړی .

هغه ویلي که چرې دپیښور د بریښنا خورولو اداره اولس سره دا زیاتي بند نه کړي نو دهغوئ د ګوند غړي به د بریښنا خورولو مرکزونه ړنګ کړي.

دبریښنا د خورولو ادارې پیسکو ویاند ښاغلي شوکت افضل ویلي زیاته بریښنا یوازې په هاغو سیمو کې بندولی شي چرته چې خلک بجلي په غلا استعمالوي اؤ بلونه نه داخلوي.

وائس اف امریکه ډیوه ته د پیسکو ویاند ویلي د بریښنا په مرکزونو د حکومتي غړو اؤ پاریدلو خلکو ورختل سوچه بدمعاشي ده خو افسوس چې حکومت تراوسه دخپلو غړو ددغه عمل په ضد څه ګام نه دی اخستی.

ویاند زیاته کړې چې که دغسې د هرې سیمې خلک د خپلو ایم پی ای ګانو په مشرۍ د بریښنا د خورولو واک پخپل لاس کې واخلي نو دا به ډیرې خطرناکې نتیجې ولري.

هغه وویل داسې اطلاعات په لاس کې لري چې نن به په ځینو نورو سیمو کې هم خلک د بجلۍ خورولو په مرکزونو حملې وکړي اؤ کنټرول به یې خپل لاس کې واخلي چې ددې ټول وضعیت ذمه وار صوبایي حکومت دی.

په پاکستان کې تر ټولو زیاته بریښنا خیبرپښتونخوا صوبه پیدا کوي خو ددې بریښنا واک د پښتونخوا پځایې دپنجاب لاهور ښار کې د واپډا په نوم یوې ادارې سره دی.

راپورونه وایي چې دګرمۍ په دې سخت موسم کې هم د خیبرپښتونخوا کلیوالو سیمو کې په ورځو ورځو بجلي نه وي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG