لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان پاکستان سره د کرکټ د اړیکو ختمولو اعلان کړی


دافغان کرکټ بورډ په دغه اعلان سوشل میډیا باندې زیاتره افغانانو د خوشحالۍ څرګندونه کړې
دافغان کرکټ بورډ په دغه اعلان سوشل میډیا باندې زیاتره افغانانو د خوشحالۍ څرګندونه کړې

په کابل کې د شوې خونړۍ بمي چاودنې وروستو دافغانستان کرکټ بورډ پاکستان سره د کرکټ د اړیکو ختمولو اعلان کړی اؤ ویلي یې دي چې دغه هیواد سره به د دوستانه میچونو سیری هم نه لوبوي.

د شورو په ورځ دافغانستان پلازمینه کابل کې په یوه ستره بمي چاودنه کې تر ۹۰ پورې کسان وژل شوي اؤ خواوشا ۴۰۰ نور ژوبل شوي وؤ.

دافغانستان دملي امنیت یا استخباراتو ادارې این ډي ایس ددغه چاودنې پړه په پاکستان اچولې اؤ ویلي یې دي د ترهګرۍ دغه برید دپاکستان داستخباراتي شبکې ایي ایس ايي په مرسته په پاکستان کې پلان شوی ؤ.

دغه استخباراتي ادارې ویلي داسې شواهد په لاس کې لري چې په چاودنه کې د حقاني نیټ ورک لاس دی اؤ په پاکستان تورونه لګي چې دحقاني نیټ ورک جنګیالي دپاکستان دايي ایس ایي دپاره کار کوي .

خو پاکستان تل دغسې تورونه رد کړي دي.​

د شورو په شپه د افغانستان کرکټ بورډ په ټوئټر خپل یو پیغام کې پاکستان سره د دوستانه سیریز د لوبولو نه انکار کړی اؤ ویلي یې دي چې نور دپاکستان سره خپلې د کرکټ اړیکې هم شلوي.

دافغان کرکټ بورډ په دغه اعلان سوشل میډیا باندې زیاتره افغانانو د خوشحالۍ څرګندونه کړې اؤ ویلي یې دي چې پاکستان سره باید نور هیڅ رقم اړیکې ونه ساتل شي.

خو دپاکستان له لوري دافغانستان د کرکټ بورډ په دغه پریکړه له په سمدستي ډول کوم غبرګون مخې ته نه دی راغلی.

دتیرې شنبې په ورځ د پاکستان دپنجاب ایالت سرښار لاهور کې د افغانستان کرکټ بورډ د مشر عاطف مشعل سره ګډ مطبوعاتي کانفرنس ته د پاکستان کرکټ بورډ مشر شهریار خان ویلي وؤ د پاکستان اؤ افغانستان د لوبډلو ترمینځ به دوه دوستانه ټي ټوئنټي لوبې راجوړولی شي چې لمړۍ لوبه به یې افغانستان اؤ دوهمه پاکستان کې کیږي.

هغه ویلي وؤ دواړه هیوادونه به دوه اړخیزه سیریز هم کوي چې هغه په افغانستان،پاکستان اؤ یاهم شارجه کې کیدی شي خو دتاریخونو پریکړه به وروستو وکړل شي.

د پاکستان کرکټ بورډ مشر زیاته کړې وه چې پاکستان به د نړیوال کرکټ په چارو کې افغانستان سره کمک کوي اؤ هڅه به وکړي چې افغانستان هم د کرکټ د نړیوال کونسل غړی جوړ کړي.

خو دپاکستان کرکټ بورډ سره په دغه تړون په سوشل میډیا افغانانو د افغانستان دکرکټ بورډ په مشر کلکې نیوکې کړې وې.

عن تر دې چې د افغانستان د صدارتي ماڼۍ ویاند د خپلو خلکو دقهر سړولو په موخه وروستو سپیناوی وکړو چې پاکستان سره به د کرکټ لوبې د اولس د رائیو اؤ ملي ګټو په اساس کولی شي

افغانستان لمړی هیواد نه دی چې پاکستان سره یې د کرکټ د تعلقاتو ختمولو اعلان کړی بلکې له دې وړاندې د هند کرکټ بورډ هم د ترهګرو د ملاتړ پسر پاکستان سره د کرکټ د لوبو نه انکار کړی دی

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG