لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دخیبرپښتونخوا د شپږ کهربو اؤ درېوؤ اربو روپو بجټ


د خزانې وزیر مظفر سید بجټ صوبایي اسمبلۍ ته وړاندې کوي
د خزانې وزیر مظفر سید بجټ صوبایي اسمبلۍ ته وړاندې کوي

دخیبر پښتونخوا حکومت د راتلونکي مالی کال 2017-18 دپاره د شپږوکهربو اؤ دریوؤ اربو روپو بجټ صوبایي اسمبلۍ ته وړاندې کړی دی .

دغه بجټ چې د شورو په ورځ د خزانې وزیرښاغلي مظفرسید وړاندې کړی وایي اولس ته یې پکې ښې ډیرې اسانۍ ورکړي خو مخالفو ګوندونو دا دخسارې بجټ ګرځولی، په اسمبلۍ کې یې دبجټ کتابونه احتجاً شلولي اؤ دغونډې نه یې بائیکاټ کړی.

دبجټ لویې لویې ټکي

بجټ کې هیڅ قسمه نوي ټیکسونه نشته ،دسرکاري ملازمانو تنخا ګانې اؤ پنشن پکې ۱۰ برخې سیوا کړل شوی دی ،

د صحت داسانو دپاره پکې ۴۹اربه اؤ ۲۷ کروړه روپۍ ایښودل شوي ،دکرکیلې دپاره څلور اربه اؤ ۳۵ کروړه ،د اوبه خور دپاره درې اربه اؤ ۷۶کروړه،داولسي ښیګړې،دمیرمنو د ځانګړې پرمختیا اؤ زده کړو دپاره پکې یو ارب اؤ ۸۵ کروړه روپۍ بیلې کړل شوي دي ،

همدغه شان په دې بجټ کې دلوبو، سیلګرۍ اؤ کلتور دپآره ۷۲ کروړه، دبنیادي ځاندرې لکه سړکونو، پلونو اؤ سرکاري ودانو د جوړولو اؤ مرمت دپاره دوه اربه اؤ د چاپیریال ساتنې اؤ ځنګلونو دپآره پکې دوه اربه اؤ ۳۷ کروړه روپۍ بیلې ایښودل شوي دي.

په دغه بجټ کې د پولیسو دپاره ۳۹ اربه اؤ ۷۳ کروړه روپۍ ایښودل شوي اؤ د خزانې وزیر وایي حکومت زیات پام هم د پولیسو توان سیوا کولو ته ګرځولی..

دصحت اؤ تعلیم په هکله حکومتي دعوې

د صحت صوبایي وزیر ښاغلي شهرام خان ترکئ دغه بجټ اولس دوسته ګرځولی اؤ وائس اف امریکه ډیوه راډیو ته یې ویلي چې په تیر حکومت کې د صحت د څانګې بجټ ۱۸ اربه روپۍ ؤ چې اوسني حکومت ۶۶ اربو روپو ته رسولی.

هغه وویل دا مهال حکوت ۲۳ لکو کسانو ته د صحت انصاف پروګرام په اساس په ویړیا توګه د صحت غوره اسانۍ ورکوي.

همدغه شان د تعلیم صوبایي وزیر ښاغلي عاطف خان ویلي چې په تیر حکومت کې د تعلیم په څانګه ۶۳ اربه روپۍ خرچ کیدلې خو موجوده حکومت اوس د تعلیم برخه کې ۱۳۶ اربه روپۍ خرچ کوي.

مخالف ګوندونه څه وایي ؟

په صوبایي اسمبلۍ کې د مخالفو ګوندونو مشر مولانا لطف الرحمان د حکومت دغه ټولې دعوې رد کړي اؤ دا یې یو د خسارې بجټ بللی دی.

د صوبایي اسمبلۍ غونډې ته مولانا لطف الرحمان ویلي حکومت دعوې کوي چې د صحت څانګه کې زیاتې پیسې خرچ کوي خو نن په ټوله صوبه کې د هسپتالونو حالت بد دی.

هغه وویل ډاکټران اؤ طبې مامورین د اسانو نه موندلو له امله په احتجاجونو بوخت دي اؤ مریضان د الله په اسره روغتونونو کې پراته وي چې د صحت هیڅ دولتي اسانۍ نه ویني.

هغه وویل نن په صوبه کې علاج دومره ګران شوی چې د صحت اسانۍ ترلاسه کول د غریب اولس د وسه وتلي دي .

په اسمبلۍ کې د عوامي نیشنل پارټۍ پارلیماني مشر ښاغلي سردار حسین بابک دغه بجټ یو ناکام ترین بجټ ګرځولی اؤ ویلي یې دي چې ټولې پکې زړې پروژې شامل کړی شوي دي.

هغه وویل په دې بجټ کې ټولې ۱۶۰۰ پروژې شامل کړل شوي چې ۱۱۰۰ پکې زړې دي..

هغه وویل حکومت تیرکال هم د خسارې بجټ وړاندې کړی ؤ اؤ سږکال دغه خساره نوره هم سیوا کړل شوې ده

دخیبر پښتونخوا په حکومت څیړونکي نیوکې کوي چې هرکال په بجټ کې د بیلابیلو پروژو دپاره په اربونو روپۍ ږدي خو د کال تر پایه بیا نه خو خپلې پروژې سرته ورسوي اؤ نه هم د پروژو دپاره پیسې محکمو ته ورکولی شي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG