لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان:سترې محکمې دمذهب دسپکاوي په تور بندي شخص خوشی کړی


په مشتاق نومې دغه بندي شخص باندې تور ؤ چې هغه د قران پاڼې سوځولې وې.
په مشتاق نومې دغه بندي شخص باندې تور ؤ چې هغه د قران پاڼې سوځولې وې.

دپاکستان سترې محکمې د شهادتونو د نشتوالي له امله د مذهب د سپکاوي په تور د یو بندي خوشې کولو امر کړی دی.

په مشتاق نومې دغه بندي شخص باندې تور ؤ چې هغه د قران پاڼې سوځولې وې.

ددغه تورن شخص وکیلې عائشه تسنیم وائس اف امریکه ډیوه سره خبرو کې ویلي چې د مذهب د سپکاوي دا مقدمه کال ۲۰۰۶م کې درج شوې وه.

وکیله وایي په دغه مقدمه کې په مشتاق تور لګول شوی ؤ چې هغه دقران پاڼې سوځولي خو کله چې په هغه دا تور لګول کیدو نو هاغه وخت مشتاق یو نشه اي ؤ اؤ وروستو هم داسې هیڅ شواهد نه دي ترلاسه شوي چې ګنې مشتاق دې په رښتیا دغه جرم کړی وي.
عائشه تسنیم وایي دا پیښه د شپې ۱۰ بجې د هغه په کور کې شوې وه اؤ حیرانوونکې دا ده چې د تورن شخص په ضد دغه مقدمه نه دهغه مور درج کړې وه اؤ نه یې خور بلکې د یو بل نااشنا تن ارشاد حسین په شکایت پولیسو دغه مقدمه درج کړې ده.

هغه وایي محکمې د مذهب د سپکاوي د تورونو دغه دوسیه په ډیرې ځیرګۍ سره وڅیړله اؤ په دغه ټول دوران کې هاغه چا خپل ثبوتونه محکمې ته وړاندې نکړی شول چې په مشتاق یې دغه تور لګولی ؤ.

هغې ډیوه راډیو ته ویلي د ملزم په ضد د شواهد د نشتوالي له امله محکمې د بندي مشتاق د خوشې کولو امر کړی .

له دې وړاندې د ښکتنۍ محکې له لوري په دغه دوسیه کې مشتاق ته د عمري بند سزا اورول شوې وه اؤ ایالتي محکمې هم دغه سزا پرځایې ساتلې وه

خو یوولس کاله وروستو سترې محکمې د تورن شخص دوسیه د هغه په خواست بیا واوریدله اؤ د شهادتونو په نشتوالي یې د هغه د بند ختمولو امر وکړو.

دتورن شخص مشتاق تعلق د یوې غریبې اؤ نیستمنې کورنۍ سره ښودل کیږي اؤ هغه دا مهال د پنجاب د ملتان ایالت په زندان کې د اسیرۍ شپې ورځې تیروي.

پاکستان کې زیاتره وخت د ذاتي ګټو اؤ شخصي دښمنو په اساس خلک پخپلو مخالفینو د مذهب د سپکاوي تورونه لګوي چې ددغو تورونو له کبله تر دې مهاله په لسګونو خلک د عدالت نه پشي شا د قهریدلو خلکو لخوا پخپل سر وژل شوي دي

پاکستان کې د بشري حقونو دپاره په مبارزه بوخت سازمانونه اؤ فعالین د ډیره وخته راهسې د حکومت څخه د مذهب د سپکاوي قانون باندې د نظرثانۍ اؤ په دې کې د مثبتو بدلونونو غوښتنې کوي .

خو څیړونکي وایي چې پاکستان کې دموجودو مذهبي انتها خوښو له ویرې پارلیمان په دغه قانون کې لاس وهنې ته زړه نه شي نیولی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG