لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"دپاکستاني محکمې پریکړه دبشري حقونو دنړیوالو قوانینو سرغړونه"


 بیان کې ویل شوي دپاکستان حکومت اؤ قانون هاغه خلک نه نیسي چې د مذهب د سپکاوي په تور خلک وژني
بیان کې ویل شوي دپاکستان حکومت اؤ قانون هاغه خلک نه نیسي چې د مذهب د سپکاوي په تور خلک وژني

دبخښنې نړیوالې سازمان یا ایمنسټي انټرنیشل پاکستان کې د یوې محکمې لخوا په سوشل میډیا یو شیعه مسلمان ته د مذهب د سپکاوي په تور دمرګ د سزا اورولو پریکړه باندې افسوس ښکاره کړی اؤ دایې دبشري حقونو د نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه ګرځولې ده.

تیره اوونۍ په پاکستاني میډیا داسې راپورونه خپاره شول چې د جنوبي پنجاب د بهاولپور نومې سیمې سره تعلق لرونکي د شیعه مسلک یو مسلمان وګړي تیمور ته یوې ځایي محکمې په دې تور د مرګ سزا اورولې چې په فیس بک اؤ وائټس اپ یې دمذهب د سپکاوي مواد خپاره کړي وؤ.

دایمنسټي انټرنیشنل لخوا په دغه هکله یو بیان کې ویل شوي چې دپاکستان حکومت اؤ قانون هاغه خلک نه نیسي چې د مذهب د سپکاوي په تور خلک وژني .

بیان وایي په نزدې ورځو کې د پاکستان دننه درې کسان د مذهب د سپکاوي په تورونو وژل شوي خو د هغوئ قاتلانو ته لا هیڅ سزا نه ده ورکړل شوې .

دبخښنې دغه نړیوال سازمان وایي په پاکستان کې چارواکي اؤ انتظامیه د مذهب د سپکاوي د ستونزې ختمولو پرځایې پخپله ددغه ستونزې یوه برخه جوړه شوې ده.

بیان کې راغلي چې پاکستان کې د مذهب د سپکاوي لانجمن اؤ مبهم قانون دخلکو د رایې د ازادۍ پرضد کارول کیږي اؤ انلاین په یو چا د مذهب د سپکاوي د تورونو پسر هغه ته دمرګ سزا اورول یو خطرناک مثال دی.

په پاکستان کې له دې وړاندې هم د مذهب د سپکاوي د تورونو پسر د محکمو لخوا ګڼو خلکو ته د مرګ سزاګانې اورول شوي خو دا لمړی ځل دی چې په سوشل میډیا په یو چا د مذهب د سپکاوي تور لګول شوی اؤ محکمې ورته د مرګ سزا اورولې ده.

په ټولنیزو رسنیو د فعالو خلکو د حقونو دپاره کارکوونکی ښاغلی فرمان حسین ددغه سزا په هکله وائس اف امریکه ډیوه راډیو ته ویلي په سوشل میډیا د یو چا په نوم خپریدونکي مواد سل په سله باوري ځکه نه وي چې په سوشل میډیا د یو تن اکاوننټ په غلط ډول استعمالیدی اؤ یا هیک کیدلی هم شي.

هغه وایي ددې ترڅنګ په سوشل میډیا دهر چا په نوم یو نقلي اکاوننټ جوړول بیخي اسانه خبره ده اؤ بیا هم دغه نقلي اکاونټونه عموماً د غلطو مقصدونو دپاره کارول کیږي.

فرمان حسین زیاته کړې ده په سوشل میډیا ددغسې لانجو راپورته کیدو په مهال چې کله دوسیه محکمو ته ځي نو باید محکمه په هغه دوسیه دپریکړې کولو په مهال د بپشپړ احتیاط اؤ ځیرګۍ څخه کار اخلي.

هغه زیاه کړې ده پوهه نه دی چې پاکستان کې حکومت په سوشل میډیا د مذهب د سپکاوي مخنیوي ته اولیت ورکوي که نه د ترهګرۍ خلاف جګړه ورته مهمه ده؟

تیرکال هم د بخښنې دنړیوال سازمان په یو راپور کې ویل شوي وؤ چې پاکستان کې دمذهب د سپکاوي قانون زیاتره د لږګیو یا اقلیتونو په ضد د خپلو ګټو دپاره استعمالیږي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG