لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا به افعانستان ته نور ۴۰۰۰ عسکر وليږي، راپور


ای پي په خپل راپور کې ويلي د دفاع وزير جېم مېټس به راتلونکې اوونۍ کې د اضافي ځواکونو په ځای کولو اعلان وکړي.
ای پي په خپل راپور کې ويلي د دفاع وزير جېم مېټس به راتلونکې اوونۍ کې د اضافي ځواکونو په ځای کولو اعلان وکړي.

اېسوسي اېټډ پرېس د ټرمپ انتظاميې د يو نامالومه چارواکي له قوله ويلي، پېنټاګون به افغانستان ته ۴۰۰۰ نور امریکايي عسکر وليږي چې د افغان ځواکونو سره د تُندلارو طالب جنګيالو په ضد جګړه کې مرسته وکړي.

دا شمېره د هغې نه کمه ده کومه چې وړاندې د انتظاميې وېلې وه.

د پېنټاګون وياند رويئټر ز ته د ای پي د خبر په اړه د پوښتنې په ځواب کې وېلي تراوسه پورې د اضافي ځواکونو په ځای کولو دپاره پرېکړه نه ده شوې.

ای پي په خپل راپور کې ويلي د دفاع وزير جېم مېټس به راتلونکې اوونۍ کې د اضافي ځواکونو په ځای کولو اعلان وکړي.

امریکايي چارواکو د روانې اوونۍ په سر کې ويلي ؤ صدر ډونلډ ټرمپ جېم مېټس ته واک ورکړی چې په افغانستان کې ځواکونه په ځای کړي.


مېټس د سه شنبې په ورځ کانګرس ته منلې وه امریکا دافغانستان جګړه کې په ګټه کې نه ده روانه، او هغه به د جولائۍ د نیمايۍ پورې خپله تګ لاره وړاندې کړي.

د دفاع وزير کانګرس ته ويلي چې د دفاع محکمې ته دې د ضرورت پېښېدو په وخت د پېسو ځانګړي کولو په ځای بجټ ورکړی شي، کوم چې هر وخت موجود وي او امريکايي پوځ پياوړی او تيار وي، او په دواړو جګړو کې يې د ضروري مرستو ترسره کولو کې وروستو والی نه وي.

د کمېټۍ مشر د ريپبلکن سېنېټر جان مکېن د دې خبرې سره موافقه کړې چې کانګرس ته د بجټ منظورولو ضرورت دے خو ويلي يې دي قانون سازان غواړي چې پېنټاګون دې د افغانستان پلان وړاندې کړي چې دا معلومه شي چې څنګه پرمختګ کېدے شي.

مېټس ویلي افغانستان کې ګټه د دښمن د تشدد د مخنیوي دپاره افغان حکومت پياوړي کولو ته اړتيا لري او دې سره د امریکايي او اتحادي ځواکونو بيا ترتيب کول چې د افغان ځواکونو روزنه وکړي او توان يې سېوا کړي.

د دفاع وزير ويلي د امریکا ګټو ته د ګواښ په صورت کې افغانستان نشي پرېښودی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG