لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دسعودي اؤ قطر جنجال کې په پاکستان دبې پلوه پاتې کیدو غږ


د مخالفو ګوندونو له لوري قطر یا بل کوم عربي هیواد ته د پاکستاني پوځیانو د لیږلو په اطلاعاتو سخت غبرګون وښودل شو.
د مخالفو ګوندونو له لوري قطر یا بل کوم عربي هیواد ته د پاکستاني پوځیانو د لیږلو په اطلاعاتو سخت غبرګون وښودل شو.

دپاکستان پارلیمان کې ټولو سیاسي ګوندونو څخه جوړې دقامي سلامتیا ګډې کمیټې په حکومت غږ کړی چې د قطر اؤ سعودي عرب ترمینځ راپورته شوي جنجال کې ځان بې پلوه وساتي .

دپارلیمان د قامي سلامتیادکمیتې غونډه د زیارت په ورځ د قامي اسمبلۍ دسپیکر ښاغلي ایاز صادق په مشرۍ شوې ده .

د پاکستان د وزیراعظم د بهرنو چارو صلاح کار ښاغلي سرتاج عزیز دغه کمیټي د قطر اؤ سعودي عرب په جنجال کې تر دې مهاله دپاکستان د لوبول شوي رول نه خبر کړې ده.

دکمیټې مشر مطبوعاتو ته ویلي چې وزیراعظم نوازشریف اؤ د پوځ سرلښکر د سعودي عرب د دورې په مهال عرب چارواکو ته وړاندیز کړی چې دغه شخړه باید دخلیجي همکارۍ دکونسل له لارې هواره کړل شي.

مطبوعاتي راپورونه وایي چې په دغه مهال دحکومت د مخالفو ګوندونو له لوري قطر یا بل کوم عربي هیواد ته د پاکستاني پوځیانو د لیږلو په اطلاعاتو سخت غبرګون وښودل شو.

وائس اف امریکه ډیوه راډیو سره خبرو کې د جماعت اسلامي د قامي اسمبلۍ غړي صاحبزاده طارق الله ویلي چې د مخالفو ګوندونو د سخت غبرګون له امله حکومتي چارواکو په ښکاره ډول د پوځ د لیږلو خبرونه رد کړي دي.

هغه وایي چې د دوو اسلامي هیوادونو په جنجال کې پاکستان کله هم د یوې ډلې پلوي نه شي کولی اؤ په کمیټۍ کې هم حکومت ته ویل شوي چې باید په بشپړ ډول ځان دغه لانجه کې بې پلوه پاتې شي.

د سرچینو ترمخه دقامي سلامتیاکمیټي دپارلیمان راتلونکې غونډه کې د یو داسې قرارداد په منظورولو هم غور کوي څنګه چې یې د یمن اؤ سعودي عرب ترمینځ د پیدا شوي جنجال په ترځ کې دپاکستان د بې پلوه پاتې کیدو په اړه منظور کړی ؤ.

په دې وروستیو کې د سعودي عرب په ګډون اوو عرب هیوادونو قطر باندې ترهګرو ډلو سره دمرستې تورونه لګوي اؤ ورسره یې خپلې سفارتي اړیکې ختمې کړي دي خو پاکستان قطر سره د خپلو اړیکو دشلولو احتمال رد کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG