لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یوناما:افغانستان کې حالات مخ په خرابیدو دي


یاماماتو وویل چې خرابو امنیتي شرایطو په دې هیواد کې سیاسي کړکیچ ته لمن وهلې ده
یاماماتو وویل چې خرابو امنیتي شرایطو په دې هیواد کې سیاسي کړکیچ ته لمن وهلې ده

د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو د عمومي منشي ځانگړي استازي تدامیچي یاماماتو د چهارشنبې په ورځ د ملگرو ملتونو د امنیت شورا ته په وینا کې د افغانستان شرایط خطرناک وگڼل.

ښاغلي یاماماتو وویل چې خرابو امنیتي شرایطو په دې هیواد کې سیاسي کړکیچ ته لمن وهلې ده. خو د هغه په وینا په عین وخت کې سولې ته د حکومت ژمنتیا یو لړ مثبتې نتیجې هم ورکړي دي.

د ښاغلي یاماماتو په و وینا په کابل کې په بریالیتوب سره د سولې او امنیت د سیمه ایز کنفرانس جوړیدل او همداشان د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي سره د سیاسي موافقې پلي کول د ملي وحدت د حکومت د یادونې وړ هڅې دي چې د هغه په خبره غواړي سیاسي شمولیت ته زمینه برابره کړي.

هغه وویل چې د افغانستان حکومت باید یو لړ مهم کارونه وکړي. لومړی راتلونکو انتخاباتو – پارلماني او جمهوري ریاست – ته باید تیاري گړندۍ شي. په انتخاباتو کې د تکنالوژۍ د استعمال او په انتخاباتو کې د نړیوالو د مرستې په اړه باید جدي تصمیم ونیول شي او د رایو ورکوونکو ثبتول باید پیل شي.

د هغه په وینا د انتخاباتو نیټې باید روښانه شي چې یو لړ سیاسي مشکلات د همدې نه روښانتیا زیږنده دي.

دوهم – د طالبانو سره د حقیقي سولې د پروسې پیل کیدل ضروري او مهم دي. حکومت او طالبان باید په مستقیمه سره د یوې سیاسي حل لارې په سر خبرې وکړي.

د کابل وروستۍ پیښې

په کابل کې وروستۍ تروریستي پیښې ته په اشارې ښاغلي یاماماتو وویل چې په افغانستان کې وروستی سیاسي او امنتیتي کړکیچ د همدې پیښې نه راولاړ شوی دی. هغه د حکومت ضد مظاهرو او د هغې اړوندو پیښو په کنترولولو کې د یوناما هڅو ته اشاره وکړه او وویل چې حکومت او د دیپلوماتیکې ټولنې غړو په خپلو هڅو سره د کړکیچ د پراخیدو مخنیوي کړی دی.

د هغه په وینا په افغانستان کې د بې باورۍ فضا په پراخیدو ده او د مصالحې ضد شعارونه ورکول کیږي چې دا ټول د سیاسي ثبات لپاره خطرناک دي.

د امنیت شورا ته په وینا کې ښاغلي یاماماتو وویل چې افغانستان د یاغیانو سره د جگړې تر څنگ چې داسې ښکاري په غښتلي کیدو دي، د یو شمیر داخلي گواښونو سره مخامخ دی.

د هغه په وینا په دغو ستونزو کې ژور سیاسي اختلافونه، په ټولنه کې د اجتماعي او اقتصادي پلوه د زرگونو افغان مهاجرو مدغمول چې هره ورځ هیواد ته په راستنیدو دي، په ٢٠١۴ کې د نړیوالې ټولنې د شتون په کمیدو سره د هیواد اقتصاد چې خورا ورو وده کوي او پراخ اقتصادي فساد شامل دي.

د ښاغلي یاماماتو په وینا اداري فساد د ټولو ستونزو زړه دی چې ناامني هم زیږوي.

هغه د امنیت شورا ته د ملگرو ملتونو د ځانگړي ماموریت یوناما پراخې هڅې په ډاگه کړې چې په کې د افغانستان د مختلفو برخو له اداري فساد نه نیولې تر بشري حقونو او د مهاجرو د حالت پورې کلني رپوټونه او حقایق هم شامل دي.

(د اشنا راډیو په مننه)

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG