لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سترې محکمې دمجید اڅکزي په ګاډي د عسکر وژل کیدو نوټس اخستی


د مجید خان اڅکزئ ګاډی د ټکر څخه وروستو
د مجید خان اڅکزئ ګاډی د ټکر څخه وروستو

دپاکستان د سترې محکمې مشر قاضي په بلوچستان ایالت کې د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د صوبایي اسمبلۍ د یو غړي مجید اڅکزۍ د ګاډي په ټکر د ټریفک د یو عسکر د وژل کیدو پخپله خبر اخستی اؤ د بلوچستان د پولیسو څخه یې په دغه هکله احوال غوښتی دی.

پښتونخوا ملي عوامي ګوند په ډاګه کړې چې دخپل غړي بچ کولو دپاره به د انصاف مخې ته خنډ نه جوړیږي خو وایي ستره محکمه دې دا د پاکستان تر ټولو مهمه پیښه هم نه ګڼي.

مجیدخان اڅکزئ د پښتونخوا عوامي د مشر ښاغلي محمود خان اڅکزي نزدې خپلوان یادیږي .

دهغه په ګاډي د ټریفک دیو عسکر چقول کیدو نه وروستو دپاکستان په میډیا اؤ ټولنیزو رسنیو د هغه په ضد یو باقاعده کمپائن چلیدلی ؤ چې د زیات اثر لرلو په وجه د بلوچستان پولیس هغه ته لاس نه شي اچولی.

په پاکستاني میډیا اؤ ټولنیزو رسنیو کې ددغه پيښې یوه ویډیو هم مخې ته راغلې په کومه کې چې لیدل کیږي چې د کوئټې د جي پي اؤ په څلور لاري کې ولاړ یو عسکر چې پیژندګلو یې دحاجي عطاء الله په نوم شوې ده د ټریفک کنټرول کولو دپاره ولاړ وي خو یو تیز رفتاره ګاډی راځي اؤ نیغ په دغه عسکر ورخیژي.

ددغه ویډیو د خپریدو سره سم په ټولنیزو رسنیو دعوې وشوې چې دا دپښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د صوبایي اسمبلۍ دغړي ښاغلي مجید اڅکزئ ګاډی دی چې دپيښې په وخت هغه پخپله چلولو.

خو ښاغلي مجید خان اڅکرۍ دریځ خپل کړی ؤ چې ګاډی د هغه ؤ خو دپيښې په وخت هغه پخپله نه بلکې ډرائیور یې چلولو.

راپورونه وايي لمړی دکوئټې پولیسو ددغه پیښې مقدمه د نامعلومو خلکو په ضد درج کړې وه چې په دې په ټولنیزو رسنیو سختې نیوکې وشوې اؤ وویل شول چې مجید اڅکزئ د محمود خان اڅکزۍ خپلوان دی نو ځکه پولیس د هغه د اثر څخه ویریږي اؤ په ضد یې مقدمه نه درج کوي.

وروستو پولیسو ښاغلی مجید اڅکزئ ونیولو اؤ محکمې ته یې وړاندې کړو.

مجید اڅکزئ پاکستاني میډیا سره خبرو کې خپله پړه منلې اؤ ویلي یې دي چې هغه تیار دی چې د وژل شوي عسکر کورنۍ ته تاوان ورکړي.

په سوشل میډیا ددغه پیښې د چرچې خوریدو څخه وروستو د شورو په ورځ دپاکستان د سترې محکمې مشر قاضي میا ثاقب نثار پخپله ددغه پیښې خبر اخستی اؤ دبلوچستان دپولیسو مشر ته یې امر کړی چې په د دریوؤ ورځو کې دننه باید ددغه پيښې بشپړ احوال ستره محکمه کې جمع کړي.

ددغه پیښې د ویډیو مخې ته له راتلو څخه وروستو په سوشل میډیا تر ټولو سختې نیوکې په پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ روانۍ دي اؤ ویل کیږي چې دبلوچستان ګورنر هم د محمودخان اڅکزئ رور دی، مرکزي اؤ صوبایي حکومت کې هم دغه ګوند برخه لري ځکه نو مجید اڅکزئ ته د یو بې ګناه عسکر په وژلو زورنه نه ورکړل کیږي.

خو دپښوتخوا عوامي ګوند سره تعلق لرونکي سناتور ښاغلي عثمان کاکړ ویلي دهغوئ ګوند کله هم د انصاف په وړاندې د خنډانو ودرولو پلوي نه کوي.

وائس اف امریکه ډیوه ویب پاڼې سره خبرو کې ښاغلي عثمان کاکړ وویل محمود خان اڅکزئ یا د هغه ګوند په دغه معامله کې کله هم پولیس دخپل دباؤ لاندې نه دي راوستي.

هغه زیاته کړه”لمړۍ مهمه خبره خو داده چې مجیدخان اڅکزي خپل جرم پخپله منلی اؤ دوهمه دا چې که چرې محمودخان اڅکزي یا ګوند د هغه د ژغورنې دپاره دانصاف مخې ته دخنډ کیدلو هڅې کولې نو بیا به پولیس ددغه پیښې مقدمه د هغه په ضد نه وه درج کړې ”

هغه وویل مونږ پښتونخوا ملي عوامي ګوند قانون،روایاتو اؤ رواج ته غاړه ږدي اؤ کله یې هم پلوي نه کوي خو که ستره محکمه د سړک دیوې پیښې پخپله نوټس اخلي نو پاکستان کې نورې هم ډیرې مهمې پیښې کیږي باید دا تر ټولو مهمه پیښه ونه ګڼل شي.

بل لوري ته د شورو په ورځ په سوشل میډیا ځینې داسې خبرونه هم مخې ته راغلي چې مجید خان اڅکزئ د وژل شوي عسکر د کورنۍ سره د هغه کورنۍ یو غړي ته دسرکاري نوکرۍ،دسرکاري کور اؤ نغدو پيسو ورکولو په بدل کې روغه کړې ده .

خو د وژل شوي عسکر کورنۍ دغه خبرونه دروغ ګرځولي اؤ میډیا ته یې ویلي چې هغوئ محکمې څخه انصاف غواړي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG