لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باميان کې د دمبوري په جشن د بندېز مخالفت شوی


ځيني مذهبي مشران دغه جشن ستايي او ويلي يې دي دا د فن او ثقاتف يو تهوار دی.
ځيني مذهبي مشران دغه جشن ستايي او ويلي يې دي دا د فن او ثقاتف يو تهوار دی.

د افغانستان مرکزي صوبه باميان کې د شيعه کونسل يا شورا علماؤ د دمبوري جشن حرام ګرځولی او ويلي يې دي په دې جشن دې بندېز ولګول شي.

خو ځيني مذهبي مشران دغه جشن ستايي او ويلي يې دي دا د فن او ثقاتف يو تهوار دی.

د باميان د حج او اوقاف د رياست د جوماتونو عمومي مشر او د شيعه علماؤ د شورا غړي نصرالله بلاغي وي او ای ته ویلي، "دغه جشن يو مدني ټولنيز او ثقافي پروګرام دی او د ديني او اسلامي ارزښتونو سره ډېر تضاد نه لري،ځکه په ټوله اسلامي نړۍ کې دا ډول پروګرامونه کيږي".

د باميان د اطلاعات او ثقافت ډائريکټر سيداحمدحسېن احمدپور ويلي، "د باميان دا ثقافتي او هنري جشنونه جوړول زياتره د خلکو په غوښتنه کيږی او د دمبوري جشن د خلکو ثقافت اوهنر معرفي کوي او په دې کې هيڅ داسې پروګرام نه دی په ځای کړی شوي چې هغه د اسلام د رواج، رواياتو او اقدارو په ضد وي او علما يې مخالفت وکړي".

د بامیان صوبې د شیعه علماؤ د شورا مرستیال محمد سجاد محسني وایي "حکومت، اسلامي حکومت دی او مونږ اجازه نه ورکوو چې حکومت دغه پروګرام جوړ کړي، ځکه دا حرام دی او که جوړ یې هم کړي علما مجبور نه دي چې د هغه په وړاندې اقدام وکړي".

د بامیان د شورا غوښتنې ته په افغانستان کې په ټولنيزو رسنيو سخت غبرګون ویل شوی دی.

د دمبوري جشن د جمعې او خالي (شنبې) په ورځ تابيا شوی دی.

دمبورا د موسيقۍ يو تهوار دی او دا د منځني افغانستان يوځانګړې پېژندګلو ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG