لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان په اېل او سي د څلورو هندي عسکرو د وژنې ادعا کړې


پاکستان او هند دواړه ملکونه په يو بل د اوربند د سرغړونې تورونه لګوي.
پاکستان او هند دواړه ملکونه په يو بل د اوربند د سرغړونې تورونه لګوي.

د پاکستان پوځ په يو بيان کې ادعا کړې چې د کشمير په وېشونکې پوله (اېل اوسي) باندې د هندي پوځ سره نښته کې څلور مخالفه عسکر وژل شوي او دوه مورچې يې تباه کړی شوي دي.

د پاکستان پوځ ويلي د هند هغه مورچې يې په نښه کړي د چرته نه چې د جولائۍ په اتمه نېټه د پاکستان د ولقې لاندې کشمير کې ډزې او مارټر ګولې ويشتی شوې يو سړی او څلور ښځې پکې وژل شوې وې.

هندي مطبوعاتو د پوليسو د خلې ويلي، د پاکستان پوځ د اتوار په ورځ مازيګر په اېل او سي باندې پونچ ضلع کې په کليو ډزې او ګوله باري کړې، خو په ډزو او ګوله بارۍ کې مرګ ژوبله نه ده اوختې.

د هند مطبوعاتو ويلي د خالي په ورځ هم پاکستاني ځواکونو د ډز بندۍ سرغړونه کړې خو هندي ځواکونو ورته ځواب ورکړی او د پاکستان پوځ ته يې مرګ ژوبله اړولې وه.

پاکستان د دغو ډزو په اړوند څه نه دي ويلي خو تور يې لګولی چې د جولائۍ په اتمه نېټه هندي ځواکونو په پوله باندې د پاکستان د ولقې لاندې کشمير کې په خلکو تشدد کړی دی.

يو کال وړاندې په اتمه جولائۍ د هند د ولقې لاندې کشمير کې هندي ځواکونو سره يوه نښته کې برهان واني نومې وسله وال کمانډر وژل شوی او د خالي په ورځ کشمير کې د هغه د تلين په مهال حالات سخت کړکېچن ؤ.

پاکستان برهان واني ستايي او نوی دهلی د اسلام اباد په دغه اقدام سختې نيوکې کوي او په خپلو منځنو امورو کې يې لاسوهنه بلي.

پاکستان په اېل او سي باندې د تازه پېښو په سر اسلام اباد کې د هند مرستيال هايي کمشنر جی پي سنګهـ خارجه دفتر ته بللی او احتجاج يې ورته کړی دی.

د پاکستان او هند ترمنځ کشمير کې په اېل اوسي باندې کال ۲۰۰۳م کې د اوربند تړون شوی خو خواوشا د يونیم کال راهسې په پوله د دواړو ملکونو پوځونه په يو بل ډزې او ګوله بارۍ کوي او په پوله امنیتي حالات کړکېچن دي.

دواړه ملکونه په يو بل د اوربند د سرغړونې تورونه لګوي.

تېره اوونۍ د امریکا د سېنېټرانو يو پلاوي د پاکستان سفر کړی او د پاکستان پوځ ويلي ؤ د پلاوي د پاکستان په سفر کې د اېل او سي دوره هم شامل وه خو د موسم د خرابۍ له کبله دغه دوره ځنډول شوې او سېنېټران يواځې قبايلي سیمې جنوبي وزيرستان ته بوتلی شوي وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG