اقتصادي پوهان وايي سټاک اېکسچېنج يا د ونډو بازار په ملک کې د کاروبار او سوداګرۍ د هلوځلو مرکز وي خو چې کله په ملک کې سياسي غېريقيني حالات وي نو د هغې نېغ په نېغه اغېزې د ونډو په بازار وي ځکه چې سرمايه کار د تاوان د ويرې سره مخ وي.
د اقتصادي چاروکار پوهه او اسلام اباد کې په انټرنيشنل اسلامک پوهنتون کې د معاشياتو اسټنټ پروفېسر ډاکټر معراج الحق وايي،
" چې سياسي اړی ګړی وي نو سرمایه کار ډاډه نه وي د هغې د وجې په ملک چې څومره کمپنۍ وي د هغود شيئرز ويليو(قيمت) کميږي او طلب يې هم په ښکته راځي دغه وجه ده چې سټاک مارکيټ لاندې راشي".
پاکستان سټاک اېکسچېنج د نهې په ورځ ۲۱۵۳ پوائنټونه لاندې راغلی او سرمايه کارو ته د څلور سوه اربه روپو نه زيات تاوان اوړېدلی ؤ.
د نهې په ورځ د پاناما په اړوند د جوړې ګډې پلټنيزې ډلې رپورټ مخې ته راغلی او سترې محکمې ته وړاندې شوی ؤ.
معراج الحق وايي د پاناما قضيې په اړوند د جی آئي ټي د رپورټ مخې ته راتلو نه وروستو اوس کاروباري خلک په خپله په يو دوه کې حېران دي چې سبا به څه کيږي ځکه د پرون راهسې د ونډو بازار په ښکته راروان دی.
په موجوده حالاتو کې د ونډو په بازار کې د شيئرز يا ونډو اخستلو خرڅولو حال څه دی؟ هغه وايي،
"دا وخت چې د چا سره څومره شيئرز دي هغه یې د خرڅولو کوشش کوي نوي اخستل نه کوي خرڅول سېوا شوي دي موجوده ټرېنډ د خرڅولو دی د اخستلو کم شوی دی".
هغه وويل د پرون راهسې هغه خلک چې د وړاندې نه چا سرمايه کاري کړې وه هغه د تاوان سره مخ شو.
د اقتصادي چارو خبريال وکيل الرحمان وايي نن هم د ونډو بازار په ښکته راروان ؤ خو د پرون راهسې نن لږ ښه ؤ.
هغه وايي د دې علت دا دی چې په خپله حکومتي ادارو شيئرز اخستل پېل کړه او سحر چې د پينځه سوه نه تر شپږ سوه پورې پاؤنټونه راغورځېدلي هغه کچه په وروستۍ کاروباري ګهنټه کې څه قدرې ښه شوه او د ۳۲۸ پاونټونو کمي سره بازار بند شو.
څيړونکي وايي چې څو پورې په ملک کې حکومتي سياسي وضع ټينګه شوې نه وي د ونډو بازار به هم دغه شان ښکته پورته روان وي.