لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال نیکلسن:افغانستان کې به داعش ته ماتې ورکوؤ


هغه زیاته کړې دا په تیریو کال کې د داعش دریم امیر دی چې مونږ د خپلو افغان ملګرو سره د عملیاتو په پایله کې وژلی دی
هغه زیاته کړې دا په تیریو کال کې د داعش دریم امیر دی چې مونږ د خپلو افغان ملګرو سره د عملیاتو په پایله کې وژلی دی

په افغانستان کې د امریکایي اؤ نړیوالو ځواکونو کمانډر جنرال جان نیکولسن وایي چې په تیر یو کال کې د امریکا او افغان ځواکونو د ګډو عملیاتو په پایله کې د اسلامي دولت یا داعش د خراسان د ولایت ډله ډیره ځپل شوې.

هغه وایي په دغه موده کې یې د نورو ډیرو جګ پوړو قوماندانانو سربیره د داعش درې مشران هم وژلي اؤ که څلوم مشر وټاکل شي هغه به هم ووژنو.

جنرال نیکولسن وویل "د جولای په یوولسمه مونږ ابو سعید د داعش د خراسان ولایت امیر په کونړ کې په یو هوایي برید کې ووژلو"

هغه زیاته کړې دا په تیریو کال کې د داعش دریم امیر دی چې مونږ د خپلو افغان ملګرو سره د عملیاتو په پایله کې وژلی دی،

جنرال نیکولسن د شنبې په ورځ په افغانستان کې افغان ځواکونو سره د قاطع ملاتړ ماموریت امنیتي همکاریو په برخه کې د امنیت د انتقال د ګډې قوماندانۍ (سیستیکا) د قوماندان د بدلېدو د مراسمو په څنډو کې خبریالانو سره خبرې کولې.

جنرال نیکولسن وویل، چې د امریکا پوځ د افغانستان په هرځای کې د داعش پر وړاندې عملیات ترسره کوي،

خو هغه وویل چې دا عملیات یې په ځانګړي ډول د ننګرهار د اچین په ولسوالۍ، کونړ او حتی د جوزجان په ولایت کې د داعش د ډلې پر وړاندې ترسره کړي دي.

جنرال نیکولسن وویل چې د اسلامي دولت یا داعش پر وړاندې به دا عملیات د دغې ډلې د بشپړې ماتې تر وخته په افغانستان کې ادامه ومومي.

جنرال نیکولسن وویل " د داعش ډیر وسله وال افغانان نه دي، دا بهرنیان دي، چې افغانستان ته راځي او دلته افغانان له ناخوالو سره مخ کوي، مونږ به د افغان حکومت سره د دغې ډلې له منځه وړلو لپاره کارته دوام ورکړو ".

جنرال نیکولسن وویل چې که چیرې داعش خپل څلورم امیر هم وټاکي دوی به یې ووژني.

په افغانستان کې د قاطع ماموریت قوماندانۍ تیره شپه ناوخته د ابو سعید د وژل کیدو خبر خپور کړ.

د داعش ډلې لا تراوسه د خپل امیر ابو سعید د وژل کیدو خبر نه دی تائید کړی.

د سیستیکا قوماندان تورن جنرال ریچارد کایزر نن د قاطع ملاتړ ماموریت په قوماندانۍ کې د یو لړ ځانګړو پوځي مراسیمو په ترڅ کې دغه قومانداني تورن جنرالې رابن فانتس ته وسپارله.

(د امریکا غږ اشنا په مننه)

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG