د خېبرپښتونخوا سر ښار پېښور کې د ملېشې ځواک په يو ګاډی ځانمرګی برید کې د ملېشې افسر او د هغه ډرائيور په ګډون درې سرتيري وژل شوي او افغانستان سره په پوله پرته د بلوچستان چمن ضلع کې هم يوه چاؤدنه کې يو عسکر وژل شوی دی.
پېښور کې د ملېشې ځواک په کاروان د بريد زمه واري تحریک طالبان پاکستان قبوله کړې ده.
د پېښور د کنټونمنټ پوليس اېس پي عمران ملک ويلي د ملېشې په کاروان برید د حیات اباد باغ ناران سره نزدې چوک باندې شوی دی.
پوليس افسر ويلي د ملېشې ځواک کاروان د حيات اباد نه قلعه بالاحصار ته په لار ؤ او په هدف شوی دی.
چارواکو ویلي ځانمرګی په موټرسائيکل راغلی او د ملېشې ځواک د ګاډي يې نه يې ځان تمبولی دی.
چارواکو په سمدستي ډول پېښه کې د ملېشې افسر مېجرجمال او د هغه د ډرائيور د وژنې پخلی کړی ؤ، او وروستو بل ژوبل سرتيري ژوند د لاسه ورکړی او د وژل شوؤ شمېر درېو ته رسېدلی دی.
د امدادي ادارې ريسکيو ۱۱۲۲ ویاند بلال احمدفېضي ويلي پېښه کې ژوبلو لسو تنو کې درې د ملېشې عسکر د ابتدايي درمنلې وروستو پوځي روغتون ته استول شوي دي.
په نورو ژوبلو کې درې لاروۍ ښځې هم شامل دي، او ژوبل تنان د پېښور حيات اباد روغتون ته منتقل کړی شوي دي.
د چاؤدنې له امله د ملېشې دوه ګاډي هم په مکمله توګه تباه شوی دی.
د بلوچستان چمن سيمه کې هم نن د ګل يا دوشنبې په ورځ سهار يوه بمي چاؤدنه شوې او د ملېشې يو عسکر پکې وژل شوی دی.
د چارواکو په وېنا د بارودي مواد چاؤدنه بيخي د افغانستان سره پولې ته نزدې شوې ده.
پېښور کې د ملېشې په ځواک ځانمرګی بریداو چمن کې چاودنه په داسې حال کې شوې چې د اتوار په ورځ د پاکستان پوځ د افغانستان سره په پوله پرته قبايلي سیمې خېبرايجنسۍ په شوال او راجګال علاقو کې د خېبر۴ په نوم د پوځي عملياتو پېل کولو اعلان کړی ؤ.
د پوځ وياند مېجرجنرال آصف غفور ویلي په راجګال او شوال کې دغه عملیات د داعش د جنګیالو د سېوا شوي موجودیت له امله پېل کړل شوي او مقصد یې د پولې د پورې غاړې ( افغانستان ) څخه د پاکستان په سیمو کې د داعش د فعالیتونو او اثر رسوخ مخه نیول دي.