لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بلوچستان کې سکول په مځکه نشته خو په کاغذ شته


د پاکستان په رسنیو کې په بلوچستان کې د کاغذ پر مخ د سکولونو په اړه د رپوټونو وروسته د یادې صوبې د تعلیم وزیر عبدالرحیم زیارتوال پخلی کړی چې صوبه کې داسې په سوونو سکولونه شته چې وجود نه لري.

(دا ډول سکولونه تقریبا په ټولو ضلعو کې شته دي او په لیرو ځایونو کې خلک له یوه ځایه و بله ته کډه کوي چې پدې ترڅ کې هم له ښونځیو څخه محرومه کیږي.)

پاکستاني رسنیو کې راغلي وه چې د بلوچستان حکومت او یونیسف پدې اړه د ۲۰۱۶ له نیمايي څخه یوه سروې پیل او د ۲۰۱۷ کال تر نیمايي پورې بشپړه شوه.

د سروې له مخې په بلوچستان کې ۱۰۷۸۸ سکولونه وه چې له دغې ډلې څخه تر ۱۵۰۰ زیات یې د بلوچستان د حکومت په ریکارډ کې نه وه موجود.

پدې اړه د بلوچستان د تعلیم د څانګې مشر رفیق ترین وویل:

(زه درسره موافق یم چې له دې حکومت څخه مخکې ډیر ښونځي بند هم وه او ډیرو ښونکو له دندې پرته تنخوا هم اخیسته خو له کله چې دا حکومت راغلی نو پدې برخه کې څارنه زیاته شوېده. اوس هم دغه یو څه اندازه ستونزه شته تر لسو فیصدو پورې ښونځي اوس هم ښايي بند وي.)

ددغې سروې په اړه په بلوچستان کې د یونیسف چارواکي سردار افتخار سره چې ددغه سروې مشري يې هم کوله د ډیوې خبریال د خبرو کولو هڅه کړې خو پرې بریالی شوی نه دی.

د تعلیم په برخه کې د یوې غیر دولتي ادارې کارکونکی محمد اسرار چې اوس په یوې غیر دولتې پروژې باندې کار کوي وايي چې په بلوچستان کې باید د تعلیم برخې ته ځانګړې پاملرنه وشي او ښايي دا ستونزه تر دې هم لویه وي.

( په ډیرو ځایونو کې سکولونه شته خو استادان نشته او په ډیرو نورو کې چې استادان شته نو بیا سکولونه نشته. داسې هم شته چې ۱۵۰ جوني په یوه کلي کې شته خو سکولونه نه لري او که وي هم نو هغه به یواځې د کاغذ پرمخ وي.)

د بلوچستان د تعلیم د څانګې مشر رفیق ترین وايي چې په بلوچستان کې دامهال ۱۳ لکه ماشومان له ښونځیو څخه د باندې دي.

په بلوچستان کې حکومت د تعلیم په ډګر کې بیړنی حالت اعلان کړیدی خو له دې سره سره د تعلیم په برخه کې ښېګړه (ښېګڼه) نه لیدل کیږي.
صوبايي حکومت په تعلیمي بودیجه کې
۲۴ فیصده زیاتوالی راوستی خو اوس هم په لکونو ماشومان له تعلیم څخه بې برخې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG