لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ دې بلوچستان کې قيمتي ولسي ځمکې نه قبضه کوي: سېنټ


د پاکستان د سېنټ د دفاعي چارو کمېټۍ د هېواد په پوځي ادارو غږ کړې چې په بلوچستان ايالت کې دې قيمتي اولسي ځمکې نه قبضه کوي

دفاعي چارو کمېټۍ د هېواد په طاقتور پوځ دا غږ له هغې وروسته کړی چې په مرکزي ښار کوټه کې ځايي خلکو د هېواد په هوايي ځواک او پوځ د ولسي ځمکو نيولو تور پورې کړو۰

پوځ دا ځمکې په غبرګ، نوحصار، مسلخ او سره غوړکۍ سيمو کې نيسي او د مارکيټ سره سمه بيعه هم نه ورکوي

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سنيټرانو په سېنټ کې د يوه قرارداد په ترڅ کې له حکومت څخه په دې اړه د انصاف او ګامونو پورته کولو غوښتنه اوکړه او اوويل چې د پوځي چاوڼو او هوايي ډګرونو د جوړونې په پلمه پوځي ادارې ولسي ځمکې قبضه کړي او وروسته ورباندې تجارتي عمارتونه يا پلازې جوړې کړي او د بېلګې په توګه يي د کوټې ښار عسکري پلازه ، ګرين لېنډ پلازه ، عسکري مال اوداسې نورپه ګوته کړل

د سېنټ کمېتۍ ته د پوځي ادارې يوه چارواکي وييلي چې دوي دا ځمکې کال 1942 م نه تر 1978 او 2008 م کې په قانوني لار اخستي دي چې له پوځي مقصدونو لپاره به کارول کيږي خو دغه چارواکي داهم وييلي چې د پاکستان هواي ځواک کوټې ته څېرمه د يونس آباد په نوم يو نوی ښارجوړول غواړي او ځاي خلک ورسره په دې اماده دي

سېنټر اعظم موسا خېل ډيوه رېډيو ته ويلي د پوځي ادارو دريځ ناسمه دی او زياته کړې ده له قباېلو څخه د هغوي ځمکې په زور نيول شوي او بيعه يي هم له وسني مارکيټ څخه ډېره ښکته ده

په کوټه کې د جاېدادونو کاروبار کونکي نذير باېزۍ ډيوه رېډيو ته ويلي پوځي ادارې لومړی د تمريناتو په پلمه په پراځه سيمه خپل څلي اولګوي او وروسته په غټو غټو لوحو باندې خبرادارې ورکړي چې څوک دې هغه خوا ته نه ځي او نه دې هم بې اجازه دغه ځمکه کې کار کوي۰

د ده په وېنا ورسته ازغن تارونه اولګول شي او ځايي خلکو ته وايي چې د دوي په ټاکل شوي بيعه به دغه ځمکه ورکوي او که داسې او نه کړي نو د ځمکې نه به لاس اوينزي

نذير باېزۍ وايي پوځي ادارې د 200 روپيو ځمکه په 20 روپۍ اخستل غواړي هغه ګيله اوکړه چې هيڅ څوک د دوي غږ اورېدل نه غواړي او نه هم اوس فکر کوي چې د سېنټ د کمېټۍ خبره به څوک اومني

په کوټه کې انګرېزانو په کال 1876 م کې په رسمي توګه پوځي چاؤڼۍ پرانستې وه چې نن سبا د پاکستان د غټو چاؤڼو څخه يوه ده ، ددې ترڅنګ ژوب، لورالايي ، خضدار او اورماړه کې هم پوځي چاؤڼيانې جوړې کړل شوي دي خو مرکزي کمان يي په کوټه کې دی-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG