لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کابل په نني برید کې ځوانه ماسټره نجیبه حسیني هم وژل شوې ده.


نجيبه حسېني ځوانه افغانه ماسټره
نجيبه حسېني ځوانه افغانه ماسټره

د کابل په برید کې د ۳۵ وژل شویو کسانو سره د دایکنډي ولایت ځوانه ماسټره نجیبه حسیني هم ووژل شوه.

نجیبه د خپلې غریبې او بې وسې کورنۍ د مرستې یواځینۍ وسیله وه او د کلي خلک یې وایي چې په زړه یې ډیر ارمانونه وه.

نجیبه حسیني د افغانستان په دایکنډي ولایت کې د غوچان په نامه له لیسې څخه فارغه شوې وه.

هغه په هندوستان کې د کمپیوټرساینس په برخه کې د لیسانس د ترلاسه کولو وروسته جاپان ته د ماسټرۍ لپاره ولاړه.

نجیبې څه کم یو کال مخکې د کمپوټر ساینس د معلوماتي سیستم په برخه کې له جاپان څخه خپله ماسټري بشپړه او بیرته خپل پلرني ټاټوبي ته ستنه شوه.

د نجيبه حسېني د ماسټرۍ سند
د نجيبه حسېني د ماسټرۍ سند

هغې دا مهال د افغانستان د کانو او پطرولیمو په وزارت کې د آی ټي په څانګه کې کار کاوه.

د نجیبې پلار او مور اوس هم په دایکنډي کې ژوند کوي خو هغې په کابل کې له خپلې یوې خور او یوه ورور سره ژوند کاوه چې دواړه په سبق ویلو بوخت وه.

جمعه خان رهیاب چې د نجیبې کلیوال دی امریکا غږ ډیوې ته وویل چې د نجیبې حسیني کورنۍ د حسین رضایي په نامه له یوه ځوان سره د هغې د کوژدې هوکړه کړې وه.

د هغه په وینا حسین رضایي د خپلې راتلونکې میرمنې نجیبې د کوژدې کولو د مراسمو لپاره لګښت او اړین توکي د نجیبې کورنۍ ته لیږلي وه او ټاکل شوې وه چې په راتلونکي لوی اختر کې سره کوژده وکړي.

نجیبې که څه هم د لږو امکاناتو سره په تعلیمي ډګر کې په کم وخت کې ډیر څه ترلاسه کړل او د ځان او د هېواد د ښې راتلونکې په اړه یې مثبت فکر درلود.

خو د نجیبې حیسني هیله پوره نه شوه او نن د کابل په خونړي ترهګریز برید کې د هېواد د ځوان نسل دغه نوې ټوکېدلې غوټۍ هم وټوکېده او د هيلو او ارمانونو په تابوت باندې یې د ظلم او وحشت درنې ‌خاورې او ډبرې بار شوې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG