لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شاهدخاقان عباسي څوک دی اؤ ولې لنډ مهاله وزیراعظم ونومول شو؟


شاهد خاقان عباسي
شاهد خاقان عباسي

په پاکستان کې د سترې محکمې لخوا د وزیراعظم نوازشریف اقتدار نه د لرې کولو څخه وروستو واکمن ګوند مسلم لیګ(ن) پریکړه کړې چې ددغه ګوند یو مهم مشر شاهد خاقان عباسي به لنډ مهاله اؤ دنوازشریف ورور شهباز شریف به پوخ وزیراعظم وي.

په مسلم لیګ(ن) کې هسې خو ډیر داسې سیاسي شخصیات شته چې هغه نه یوازې نوازشریف ته زیات نزدې دي بلکې څیړونکي وایي چې ددغه هیواد د طاقتور پوځ سره هم د پردې درشه کلکه راشه،درشه اؤ اړیکې لري.

خو ددغو ټولو شخصیاتو په موجودګۍ کې چې د نوازشریف زړه په شاهد خاقان عباسي اوبه څښي نو علتونه یې یو نه بلکې زیات دي.

خاقان عباسي هغه سړی دی چې کله په کال ۱۹۹۹ کې پخواني پوځي امر پرویز مشرف په اقتدار قبضه وکړه اؤ منتخب وزیراعظم نوازشریف یې د الوتکې هايي جیک کولو په جرم ونیولو نو هغه مهال ښاغلی عباسي دپاکستان دهوایي شرکت پی ایي ای مشر ؤ اؤ دنوازشریف سره سم یې دی هم نیولی ؤ.

نوازشریف وروستو بیا د یو تړون لاندې د زندان څخه سعودي عرب ته لاړو خو شاهد خاقان عباسي تر دوؤ کالو هم د زندان په تورو تیارو کې پاتې شوی ؤ.

خو ښاغلی عباسي هم دپاکستان یو غټ دولتمند اؤ پوځ ته نزدې سړی ګڼل کیږي

دهغه پلار ښاغلی خاقان پخپله هم دپاکستان دهوایي پوځ یو لوړپوړی افسر اؤ د پاکستان دپخواني پوځي واکمن ضیاء الحق د نزدې ملګرو څخه ګڼل کیدو چې د اوجړي کمپ په پیښه کې یې خپل ژوند دلاسه ورکړی ؤ.

دا د۱۰م اپریل کال ۱۹۸۸ خبره ده چې دپاکستان په راولپنډۍ ښار کې د اوجړي په نوم دهاغه پوځي کمپ څخه چې افغانستان کې د شوروي اتحاد په ضد جنګیدونکو افغانانو ته ورکړی کیدونکې وسلې پکې ذخیره کړل شوې وې یو ناساپه راکټونه پورته شول اؤ په نزدې ابادۍ ولګیدل.

په دغه پیښه کې تر۱۰۰ زیات خلک وژل شوي اؤ ګڼو کورونو ته زیان اوښتی ؤ خو تر ننه ددغه پیښې علت مخې ته نه دی راغلی.

په ۲۷م دسمبر ۱۹۵۸دپاکستان کراچۍ کې زیږیدلی شاهد خاقان عباسي په بنیادي توګه دپښونخوا سره پیوست دپنجاب د سیلګرۍ دسیمې مري سره تعلق لري اؤ په پاکستان کې دائیربلیو په نوم د جهازونو یا الوتکو د یوې سترې کمپنۍ مالک دی.

هغه الیکټریکل انجنئیر دی اؤ په امریکا کې اؤ سعودي عرب کې یې هم په مختلفو څانګو کې خپل خدمات ترسره کړي .

شپږ ځله دپاکستان دقامي اسمبلۍ غړی ټاکل شوی اؤ پخپل ټول سیاسي ژوند کې یې یوازځې په کال ۲۰۰۲م کې الیکشن بائیللی دی.

څیړونکي وایي د لنډ مهاله وزیراعظم په توګه د شاهد خاقان عباسي نومول که یو خوا د هغه په لنډ مهاله واکمنۍ کې د شهبازشریف د پوخ وزیراعظم په توګه مخې راتللو کې دلارې خنډان له مینځه وړلی شي نو بلخوا د شهبازشریف د راتلونکي حکومت اؤ پوځ‌ ترمینځ ښو اړیکو جوړولو کې هم ښاغلی عباسي غوره کردار ترسره کولی شي.

څیړونکي په دې نظر هم دي چې که د شهباز شریف د واکمنۍ په موده کې پوځ سره د مسلم لیګ(ن) اړیکې ښې شوې خو ددغه ګوند په راتلونکو ټاکنو کې د بریالیتوب چانس هم شته.

خو دڅیړونکو په نظر که د خپل مشر ورور نوازشریف په څیر شهباز شریف هم د پوځ یارۍ پاللو کې ناکام شو نو بیا ګرانه ده چې د۲۰۱۸م په ټاکنو کې دغه سیاسي ګوند اقتدار ترلاسه کړي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG