لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دښځو تندلاریتوب ته هڅولو دپاره طالبانو خپله مجله را اوویسته


د سنت خوله په نوم ددغه مجلې خپرولو مقصد ښځې په کم عمرۍ کې ودونو کولو اؤ د تندلارو لیکو ته په ورګډیدو اماده کول دي.
د سنت خوله په نوم ددغه مجلې خپرولو مقصد ښځې په کم عمرۍ کې ودونو کولو اؤ د تندلارو لیکو ته په ورګډیدو اماده کول دي.

په پاکستان کې دناچله ګرځول شوؤ تندروه ډلو له لخوا په سوشل میډیا د ځلمو تندلاریتوب ته له هڅولو وروسته اوس دپاکستاني طالبانو ناقانونه ډلې د ښځو دپاره هم خپله یوه ځانګړې مجله خپره کړې ده.
د سنت خوله په نوم ددغه مجلې خپرولو مقصد ښځې په کم عمرۍ کې ودونو کولو اؤ د تندلارو لیکو ته په ورګډیدو اماده کول دي.
تیره میاشت دپاکستان په سینیټ کې ویل شوي وؤ چې په ګرد هیواد کې دا مهال ۴۱ ناقانونه تنظیمونه په انټرنیټ دفعالیتونو دلارې د تندلاریتوب مفکوره اؤ خپله پروپیګنده خپروي خو حکومت په دغو تنظیمونو لاس نه اچوي.
په لمړي اګسټ (سه شنبه) دپاکستاني طالبانو لخوا د ښځو دپاره ددغه ځانګړې مجلې لمړۍ ګڼه مخې ته راغلې ده.
دغه مجله چې په انګریزۍ ژبه لیکل شوې په سرپاڼه یې له پښو نه سر پورې په بورقعه کې د پټې یوې ښځې عکس ورکړل شوی دی.
هرڅو که ددغه مجلې خپرې شوې ګڼې دپيښور یا کابل په کتابخانو کې په ښکاره ډول نه ترسترګو کیږي خو‌ په ټولنیزو رسنیو ددغه مجلې په هکله تفصیلات مخې ته راغلي دي.
په مجله کې دپاکستاني طالبانو د مشر ملا فضل الله د یوې ښځې مرکه هم شامل ده.
په دغه مرکه کې د ملا فضل الله د ښځې نوم نه دی ښودل شوی خو هغه پکې د ۱۴ؤ کالو په کم عمر کې دپاکستاني طالبانو مشر سره د خپل واده هکله کیسه کوي.
د ملا فضل الله دغه میرمن پخپله مرکه کې جینکۍ د کم عمرۍ ودونو ته رابولي اؤ وایي چې دپوهې عمر ته په رسیدو که د هلکانو اؤ جینکو دودنه کیږي نو ټولنه به ورسره د اخلاقي زوال سره ښکار کیږي.
د مجلې په اداریه کې په ښځو غږ شوی چې باید راپورته شي اؤ د تندلارؤ ډلو کې شاملې شي.
په دغه مجله کې دیوې ښځینه پاکستانۍ ډاکټرې مضمون “بې لاریتوب څخه تر دلارښونې سفر” په نوم مضمون هم خپور شوی چې پکې دغه ډاکټره په لویدیز کې دخپلو زده کړو نه دپشا کیدو اؤ د اسلام قبلولو روداد بیانوي
دپاکستان په نوي کول اؤ په ځانګړي توګه لوستو هلکانو اؤ جینکو کې د تندلاریتوب مفکوره ډیره په چټکتیا سره خپریږي
تیره میاشت دپاکستان کراچۍ ښار کې د ۴۰ دولتي اؤ غیردولتي پوهنتونونو اؤ چارواکو ترمینځ د راجوړ شوي یو بحث په مهال پوهانو خبرداری ورکړی ؤ چې پاکستان کې به اوس د دينې مدرسو په ځای د تعليمي ادارو پوهنتونونو نه هلکان او جينکۍ تندروۍ پله ځي.
د کراچۍ د اردو پوهنتون د ژورنالیزم د څانګې پخواني مشرډاکټر توصیف احمد خان دغې ناستې ته ویلي وؤ چې يو خو ناقانونه ګرځول شوې ډلې تعليمي ادارو ته خپل کسان راليږي هغه ملګري پېدا کوي، او بل پلو تعلیمي نصاب هم د تُندروۍ د موادو نه ډک دی.
په دغه ناسته کې پوليس چارواکو د اعلٰی پایې د تعليمي ادارو د هاغه زده کوونکو حوالې ورکړې وې چې تُندورۍ پله تلي دي.
په هغو کې د کراچۍ ائي بي اي سعدعزيز چې د داعش نه متاثره شوی په کال ۲۰۱۵م کې په شيعه اسماعيلي مسلمانانو باندې وژونکي بريد او مدني فعالې سبين محمود په وژنه کې ککړ ګرځول شوی او پوځي عدالت ورته د مرګ سزا اورولې ده.
دغه ډول په حېدر اباد کې د جامشورو لياقت ميډيکل يونيورسټي اف سائنس زده کوونکې نورين لغاري يادګېرنه هم شوې وه چې د روان کال فرورۍ په مياشت کې په داعش کې د شاملېدو دپاره تښتېدلې او په لاهور کې بيا نيول شوې وه.
خو څیړونکي وایي دتندلارو لخوا په ټولنیزو رسنیو اؤ تعلیمي ادارو کې د کرکې نه د ډکې مفکورې خپرؤلو نه وروسته اوس دغه تندروه ډلې نیغ په نیغه پاکستان کې ښځې دخپل تاثیر لاندې راوستل غواړي.
اؤ د ښځو دپاره د ځانګړې مجلې خپرول په دغه لړ کې دطالبانو لمړی وار ګڼي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG