د پاکستان د انتظام دلاندې کمشیر مرکزي ښار مظفر اباد سره نزدې د سکرو د يو کان کښېناستو په پېښه کې پينځه پېښتانه خواري کښ مړه شوي دي.
د مظفراباد د پوليسو يو چارواکي عظمت ډيوه رېډيو سره خبرو کې د پېښې په اړه وويل د اتوار په ماښام پوليس او امدادي ادارو ته خبر ترلاسه شو چې د سکرو کان ناست دی او خواري کښ پکې ګېر شوي دي.
هغه وويل د ماښام اووه بجو نه تر سهار پورې امدادي کارونه روان ؤ او سهار په پينځه بجې د کان څخه د پينځه خواري کښو مړي او دوه ژوبل راوويستی شو.
هغه وويل د مړوه شوؤ خواري کښو پېژندګلو د بخت منير، نوشېروان، ، ګل زېب، اسلم خان او بهادر خان په نومونه شوې په دويې کې د څلورو تعلق د سوات او يو تعلق د تخت بهايي مردان سره وو.
هغه وويل ژوبل خواري کښ هم د سوات دي، او مړي خپلو کليو ته استول شوي دي.
هغه وويل د سکرو ۲۵۰فټه ژور کان د مظفراباد نه په دوه کلوميټره لرې سري دره کې موقعيت لري.
پوليس چارواکي وويل دویې ته معلومه شوې چې پېښه د توار په غرمه رامنځته شوې او د کان ټېکدارانو ماښام امدادي ادارې او پوليس خبر کړي دي.
هغه وويل د کان شپږ ټېکداران نیول شوي او د هغويې په ضد مقدمه درج کړی شوې ده، هغه وويل د خواري کښو د تحفظ دپاره هيڅ انتظام نه ؤ چې هغه بچ شوی وی.
پاکستان کې له دې وړاندې هم دغه ډول پېښې رامنځته شوي او د سکرو په کانونو کې د خواري کښو د تحفظ د نشتوالي له کبله ډېری خواري کښو خپل ژوند د لاسه ورکړی دی.