لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان دجماعت الدعوه جنګیالو ته دسیاست دلارې دپراختیا موقعه ورکوي؟


پاکستان باندې ددغسې جهادي تنظیمونو دخپل جنګي قوت په توګه دساتلو تورونه لګي
پاکستان باندې ددغسې جهادي تنظیمونو دخپل جنګي قوت په توګه دساتلو تورونه لګي

څیړونکي وایي په پاکستان کې ناچله ګرځول شوې تندروه ډلې جماعت الدعوه چې ددغه هیواد په سیاست کې د ورګډیدو کومه پریکړه کړې دې سره به نه یوازې دغه تندروه ډلې ته قانوني تحفظ ترلاسه شي بلکې دپاکستان سیاست کې دفرقه ایزه کرکو خورؤلو دپاره یه د یو بل ګوند بنیاد هم کیښودل شي.

نړیواله ټولنه په ځانګړي ډول امریکا اؤ هندوستان په پاکستان تور لګوي چې جماعت الدعوه ته دپاکستان د استخباراتي شبکې ایي ایس ایي مرسته ترلاسه ده اؤ دغه ډله دپاکستان په وینا د هیواد نه بهر ترهګري کوي.

د پاکستان دانګریزۍ ژبې ورځپاڼې ډان خبریال ذوالفقار علي ډیوه راډیو ته ویلي چې دوه کاله وړاندې جماعت الدعوه دپاکستان سیاسي نظام دخپلې مفکورې په ضد ګڼلو اؤ دپارلیماني سیاست په ضد یې څرګندونې کولې.

تیرو وختونو کې یې پيښور کې ددغه تندروه ډلې مشرانو سره خبرې کړې وې اؤ هغوئ ورته ویلي وؤ چې په لویدیزه ډیموکراسۍ اؤ پارلیماني نظام باندې باور نه لري .

د ذوالفقارعلي په وینا”دجماعت الدعوه مشرانو نه مې پوښتلي وؤ چې تاسو پارلیماني سیاست کې د ورګډیدو پلان لرئ ، نو راته یې جواب کې ویلي وؤ چې دغه نظام زمونږ د سوچ اؤ‌ مفکورې په ضد دی ، مونږ خپل یو ځانګړی نظام لرو اؤ په هغې تګ کوؤ”

څیړونکي په دې نظر دي چې اوس دجماعت الدعوه د ملي مسلم لیک په نوم دسیاسي ګوند په توګه مخې ته د راتلو اعلان ښایي پاکستان دهاغو نیوکو نه دځان بچ کولو لاره لټوي چې د نړیوالې ټولنې لخوا ددغه تندروه ډلې دسرپرستۍ کولو پسر په پاکستان کیږي.

پاکستان نه ددغه تندروه ډلې په ضد د ګامونو اخستو پرله پسې غوښتنې روانې دي خو تر دې مهاله پاکستان دنړیوالې ټولنې دغه غوښتنې نه دي پوره کړي.

ښاغلی ذوالفقار علي وایي په پاکستان کلک فشار دی چې ددغه تندروه ډلې په ضد ګامونه واخلي خو دپاکستان لخوا ددوئ په ضد دګامونو اخستو په ځایې ددوئ د ژغورنې بیلابیلې لارې لټول کیږي .

هغه وایي دې تندروه ډلې لمړی د لشکر طیبه په نوم فعالیتونه کول ، بیا یې په ځان جماعت الدعوه نوم کیښودو بیا پرې بندیزونه ولګول شول اؤ اوس دوئ مجبوره شول چې دسیاست د لارې پارلیمان ته ننوځي.

خو خبریال ذوالفقارعلي پارلیماني سیاست کې ددغه تندروه ډلې ورګډیدل یو څه ګټور هم ګڼي اؤ وایي هرکله چې دغه ګوند پارلیمان ته لاړ شي نو د یو نظام لاندې به راشي، قانون سازۍ کې به برخه ولري اؤ اولس ته به ځواب ورکوونکي جوړ شي.

خو هغه بیا دا هم مني چې چرته د وړاندې نه پاکستان کې زیات فرقه ایزه کوندونه موجود دي هلته به ددغه ډلې سیاست ته په راتلو دیو بل فرقه ایزه ګوند اضافه هم وشي .

په پاکستان باندې ددغسې جهادي تنظیمونو دخپل جنګي قوت په توګه دساتلو تورونه لګي خو ددغه تاثر ختمولو دپاره دپاکستان حکومت د روان کال د جنورۍ دمیاشتې راهسې دجماعت الدعوه مشر حافظ سعید پخپل کور نظر بند کړی .

نړیواله ټولنه اؤ‌ په ځانګړي ډول امریکه په حافظ سعید دهند په ممبۍ کې په کال ۲۰۰۸م کۍ دترهګرۍ شوې پیښه کې دلاس لرنې تورونه لګوي اؤ دهغه پسر یې د یو کروړ ډالرو انعام هم ویستی دی خو حافظ سعید تل دغه تورونه رد کړي دي.

یو بل خبریال اورنګزیب خان هم وایي چې په موجوده حالاتو کې که جماعت الدعوه د یو سیاسي ګوند په توګه مخې ته راځي‌ اؤ بیا دغه ګوند هرڅه کوي نو ورته به یو قانوني تحفظ ترلاسه وي.

د هغه په وینا “تراوسه خو به دغه ډلې هرڅه په خلاص مټ نه شول کولی ، چندې به یې جوماتو کې غوښتې خو چې سیاسي ګوند ترې جوړ شي نو بیا به په سټیج سرعام مخې ته راځي‌، خپل پلویان به د ووټرانو په شکل کې سیوا کوي اؤ دا به دوئ دپاره دپراختیا پیدا کولو یو ستره موقعه وي”

څیړونکي وایي جماعت الدعوه ډله به دلشکر طیبه اؤ فلاح انسانیت په شکل کې د اولس مینځ ته دومره په اسانه نه شوه ورتلی څنګه چې به اوس دیو سیاسي ګوند په توګه نیغ په نیغه د اولس مینځ ته ورګډ شي.

د څیړونکو نظر دی چې له سیاسي ګوند جوړیدو وروسته به جماعت الدعوه نه یوازې په لارو کوڅو کې د عام اولس مرسته ځان ته په اسانه راجلب کوي بلکې پارلیمان کې به قانون سازۍ اؤ خارج تګلارو جوړولو کې هم برخه ولري

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG