لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د جذام د رنځ په ضد مبارزه کوونکې ډاکټره رتهـ فاؤ په حق ورسېده


هغه په ۱۹۲۹م کې په جرمني کې زېږېدلې او په ۱۹۶۰م کې پاکستان ته راغلې وه،
هغه په ۱۹۲۹م کې په جرمني کې زېږېدلې او په ۱۹۶۰م کې پاکستان ته راغلې وه،

پاکستان کې د جذام د رنځ په ضد مبارزه کوونکې جرمن ډاکټره رتهـ فاؤ د ۸۸ کالو په عمر کې په کراچۍ کې په حق ورسېده.

د پاکستانۍ مدرټريسا په نوم يادې ډاکټر رتهـ فاؤ د مړينې خبر په کراچۍ کې د ايډيليډ ليپروسي سېنټر ورکړی دی چې هغه ناروغه وه او تېره شپه يې په يو شخصي روغتون کې ساه ورکړی دی.

هغه په ۱۹۲۹م کې په جرمني کې زېږېدلې او په ۱۹۶۰م کې پاکستان ته راغلې وه، هغه هند ته تله خود ويزې نه ترلاسه کېدو له امل په کراچۍ کې پاتې شوه او دلته يې د جذام د رنځ په ضد خدمات پېل کړه.

هغې د پاکستان د حکومت په مرسته د ۶۰م په لسیزه کې په خېبرپښتونخوا، بلوچستان او کشمير کې د جذام د ناروغانو دپاره مرکزونه جوړ کړي وو.

خېبرپښتونخوا کې يې د جذام د درملنې وړومبي مرکزونه په پېښور، بونېرپیربابا او بټ ګرام کې جوړ کړی شوي وو.

خېبرپښتونخوا کې د ليپروسي فيلډافيسر يا جذام په ضد کارکوونکو مرکزونو مشر ډاکټر مرادعلي وايي، چې د ډاکټر رتهـ فاؤ خدمات په الفاظو کې يادول ګران دي.

هغه وويل په ۱۹۶۱م کې د والي سوات په زمانه کې په بونير پيربابا کې دجذام دناروغانو دپاره مرکز جوړ شو او په ۱۹۶۵ کې ډاکټرفاؤ په وړومبي ځل خېبرپښتونخوا ته راغلې، او بيا په ۱۹۷۱ کې په خېبرپښتونخوا، باجوړ او مومند ايجنسۍ کې د دغو مرکزونو شمېر ۳۲ ته ورسېدو.

ډاکټر مراد وايي که ډاکټرفاؤ پاکستان ته نه وی راغلی نو دلته به جذام اوس هم ډېر ؤ، او خلک به په دې رنځ اخته ؤ، د هغې د برکته دا رنځ قابو شو.

هغه زياته کړه ډاکټر فاؤ د دير، بونير او باجوړ په غرونو کې په خپله ګرځېدلې او د جذام په رنځ اخته هر ناروغه له به په خپله ورتله.

د ډاکټررتهـ په برکت په کال ۱۹۹۶م کې پاکستان کې جزام قابو کړی شو او پاکستان د اسيا وړومبی د جزام نه پاک ملک وګرځول شو.

د هغې په خدماتو د پاکستان حکومت هغې ته په ۱۹۷۹م کې د هلال امتياز او په ۱۹۸۹کې د هلال امتیاز تمغې هم ورکړي او په ۱۹۸۸م کې ورته پاکستان تابعيت ورکړی ؤ.

پاکستان کې د ټولنیزو اړیکو په وېب پاڼو د ډاکټر رتهـ پاؤ مړينه غټ تاوان ګرځول شوی او په خدماتو يې ورته د عقيدت پيرزونې وړاندې کړی شوي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG