لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان پوځ اؤ حکومت دخارجه پالیسو په واک وران دي:راپور


پوځ غواړي چې خارجه پالیسي دې حکومت سره نه بلکې دهغوئ سره لاس کې وي
پوځ غواړي چې خارجه پالیسي دې حکومت سره نه بلکې دهغوئ سره لاس کې وي

د يوې غير دولتي څیړنیزې ادار‌ى په رپوړټ کښي ويل شوي چې دپاکستان پوځ ددغه هیواد سیاسي حکومت دې ته نه پریږدي چې خارجه پالیسۍ په پارلیمان کې جوړې شي اؤ له دغه امله پاکستان کې د پوځ اؤ حکومت ترمینځ‌ واټنونه اوس هم موجود دي.

دغه اداره پخپل رپورټ کې وایي پوځ سیاسي حکومت ددې جوګه نه ګڼي چې دخپله انده بهرنۍ نړۍ دپاره تګلارې جوړې کړي بلکې غواړي چې کومې پالیسۍ پوځ حکومت ته ورکوي باید په هغې عمل وشي.

پاکستان کښي د پارليماني نطام په حقله دغه غیردولتي څيړنيزه ادارى پلډاټ خپل يو رپورټ کښي اټکل کوي چې د پاکستان د ستري محکمي لخوا دپخواني وزيراعظم نواز شريف اقتدار نه د لرې کولو سره د پوځ اؤ‌ سیاسي حکومت د وړاندې نه تاوژنې اړیکې نورې هم زیانمنیدلی شي.

له دې وړاندې هم په نړیواله میډیا څیړونکو داسې شننې یا تجزیې کړې وې چې ګني د نواز شريف د اقتدار نه دلرې کولو پشا اصل وجه دهغه غبن نه بلکې دهند اؤ افغانستان په هکله دحکومت لخوا د پوځ په تګلارو عمل نه کول وؤ.

ددې ترڅنګ په دغو تجزئیو کې دا هم ویل شوي وؤ چې حکومت د هیواد استخباراتي شبکې ایي ایس ایي نه په هاغو تندلارو ډلو دبندیز غوښتنه کوله چې په فعالتیونو یې دنړیوالې ټولنې لخوا سخت ټکونه روان دي.

وائس اف امریکه ډيوه ريډيو سره خبرو کې دپلډاټ نومې دغه څیړنیزې ادارې مشر احمد بلال محبوب ویلي چي یوازې اوسني نه بلکې دتیرو اولسي حکومتونو سره هم د پوځ اړیکې هم دغه شان تاوژنې پاتې شوي دي.

هغه وایي ددې اساسي علت دادی چي پوځ داسې ګڼي چي حکومت هډو ددې جوګه نه دى چي خارجه پالېسي جوړه کړي .

احمد بلال وویل ”پوځ غواړي چې دبهرنۍ تګلارې په هکله دغه اداره هر څه کوي یا وایي هغه دې حتمي تګلاره وګڼل شي”

نوموړی زیاتوي د پوځ او د حکومت ترمینځ واټنونه له دې امله هم سیوا شوي چې لا معلومه نه ده چې خارجه پالیسي به دپوځ‌ په لاس کې وي که دخلکو په رائیو د جوړ شوي حکومت سره به وي.

د احمد بلال په وینا “پوځ دخلکو حکومت ددې جوګه نه ګڼي چې دافغانستان، امریکا اؤ یا هند سره دې معاملات پخپل سر وکړي بلکې غواړې چې ددغو هیوادونو سره څه رقم چلند پوځ کول غواړي حکومت دې هم په هغې عمل وکړي اؤ هغه دې خپله خارجه پالیسي وګڼي ”

احمد بلال محبوب وایي د حکومت اؤ پوځ ترمنځ دفاصلو ختمولو د پاره دقامي سلامتیا کمیټه موجود ده خو ددغه کمیټې په غونډو کې هم زیاتره افغانستان د اړیکو په هکله خبري کېږي اؤ په دى هم پوځ حکومت سره اختلاف لري.

داحمد بلال محبوب په نظر دخارجه پالېسي په هکله غوڅ واک بايد دخلکو دحکومت په لاس کې وي.

پلډاټ خپل راپور کښي د پارليمان دپخواني غړي جاويد هاشمي د خبري کانفرنس یادؤنه هم کړي ده په کوم کښي جاويد هاشمي ويلي وو چي دپاناما پيپرز دوسیې مقصد نواز شريف د سياست نه لري کول ؤ.

ښاغلي هاشمي په ډاګیز ډول ویلي وؤ‌چې پاکستان کښي د سياست مدارانو په کردار خبري کيږي خو دپوځي جرنيلانو اؤ قاضيانو په غلطو کارونو څوک هم خبره نه کوي.

څيړونکي هم وایي چې دنواز شريف اؤ پوځ ترمنځ اختلاف اوس دا راز خبره نه ده پاتي پاتې شوې اؤ پخپله نوازشریف هم میډیا ته ویلي چې د هغه د واک نه دلرې کولو پریکړه ډیره مخکې شوې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG