لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زميدارو د تمباکو په ځای د کوکنارو کرلو دړکه ورکړې


په خېبرپښتونخوا صوبه کې د تمباکو د فصل د پېداوار نه هر کال د اېکسائز ډيوټۍ يا ټېکسونو په مد کې مرکزي حکومت د ۱۱۰ اربو نه تر ۱۲۰ اربه روپۍ ترلاسه کوي.
په خېبرپښتونخوا صوبه کې د تمباکو د فصل د پېداوار نه هر کال د اېکسائز ډيوټۍ يا ټېکسونو په مد کې مرکزي حکومت د ۱۱۰ اربو نه تر ۱۲۰ اربه روپۍ ترلاسه کوي.

د خېبرپښتونخواد تمباکو زميدارو دړکه ورکړې ده که مرکزي حکومت د دویې ستونزې هوارې نکړې او غوښتنې يې ونه منل شوې نو دويې به د تمباکو تیارو فصلونو ته اورونه اچوي او د تمباکو په ځای به د کوکنارو په کرونده لاس پورې کړي.

د خېبر پښتونخوا زميدارو دا دړکه په داسې حال کې کړې چې په صوبه کې د تمباکو د خرڅ روان دی او زمیدار وايي د تمباکو اخستونکو شخصي کمپنو د سودا کولو زياتره مرکزونه تړلي دي، چې له امله يې زميدارد سختو ستونزوسره مخ دي.

د صوابۍ او مردان ضلعې سره تعلق لرونکو د زميدارو مشرانو ډيوه ريډيو ته ویلي چې که د دويې غوښتنې ونه منل شوې نو دويې به مجبورا د کوکنارو په کرونده لاس پورې کوي.

قمرزمان زمان وايي، "که د ۱۵م تاريخ پورې تاسو خپله رويه سمه نکړه نو مونږ به راپاسو او خپل تمباکو به سوځوؤ".

او يو بل زميدار ابدال وايي، "چې د صوابۍ، مردان او چارسدې د تمباکو بېعې دې د بونېر او مانسهرې ضلعې ضلعو سره برابر کړی شي او که زمونږ نرخ زمونږ دکاشت مطابق رانکړی شو نو مونږ به د تمباکو په ځمکه اپيم (کوکنار) وکرو".

څو ورځې وړاندې زميدارو د مرکزي حکومت نه غوښتي ؤ، چې د هغويې د تمباکو فصلونه تيار دي اود مرکزونو د کموت له کبله هغويې نشي کولی چې خپل تیار فصلونه خرڅ کړي.

راپورونه وايي چې د خېبرپښتونخوا مردان، صوابۍ، چارسده، بونېر او مانسهره ضلع کې د تمباکو د فصل کرونده کيږي او تېره مياشت د جولايۍ د څلورمې نېټې نه د تمباکو خرڅول شورو شوي دي.

زميدار د مرکزي حکومت او تمباکو د بورډ نه ګيله کوي چې د تمباکو د نرخ ټاکلو په وخت د هغو سره مشوره نه کيږي او د حکومت لخوا مقرر شوي د يو کيلوګرام په سر (۱۸۶) روپۍ ډېرې کمې دي او د زميدارو په يو کيلوګرام باندې (۲۵۰) روپۍ لګښت راځي.

دویې وايي په ټوله صوبه کې د شخصي کمپنيو (فلپ مورس) او پاکستان ټوبېکو کمپنۍ لخوا زياتره مرکزونه تړل شوي دي د کوم له کبله چې د دويې تمباکو په ګودامونو کې د خرابېدو سره مخ کيږي.

سرکاري چارواکي وايي چې سږ کال په صوبه کې د تمباکو اخستو کوټه راکمه شوې ده او د تمباکو طلب د ۵۳ملينه کيلوګرامو نه ۴۷ملينه کيلوګرامو ته راکوز شوی دی.

په مردان ضلع کې د تمباکو د څيړنې مرکز (ټوبېکو ريسرچ سنټر) غړی عطاالله خان وايي دا نرخونه د زميدارو په خوښه ټاکل شوي دي.

په خېبرپښتونخوا صوبه کې د تمباکو د فصل د پېداوار نه هر کال د اېکسائز ډيوټۍ يا ټېکسونو په مد کې مرکزي حکومت د ۱۱۰ اربو نه تر ۱۲۰ اربه روپۍ ترلاسه کوي.

نقيب خان چې تعلق يې د بونېر ضلعې سره دی وايي، د تمباکو فصل ډېر د ستړې پېداوار دی د دسمبر په میاشت کې دویې د تمباکو دپاره تخم واچوي اوبیا د ستمبر په میاشت کې راورسي خرڅوي يې.

هغه وايي د تمباکو د خرڅ او بېعو د ستونزو سره په بونير کې دويې ته د اوبه خور هم غټه ستونزه ورپېښه ده، او زیاتوي که مرکزي او صوبايي حکومت د تمباکود فصل پېدا کوؤنکو زميدارو سره مرسته وکړي نو د صوبې دا ضلعې به نه يواځې ډېره ګټه ترلاسه کړي بلکې حکومت ته به ترې د ټېکس په مد کې هم ډېرې روپۍ ځي.

زميدار وايي په خېبرپښتونخوا کې زيات د سيګرټو تمباکو پېدا کيږي، او دلته د ځایي کمپنو نه علاوه دا تمباکو بهر ملکونو ته هم لېږل کيږي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG