لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: ستره محکمه کې په زرګونو قضيې اورېدنو ته پرتې دي


په ستره محکمه کې د ځنډ ښکار قضيو شميره په کال ٢٠٠٩ کې ١٨،٣٥٩ وو.
په ستره محکمه کې د ځنډ ښکار قضيو شميره په کال ٢٠٠٩ کې ١٨،٣٥٩ وو.

د پاکستان په ستره محکمه کښې د تېرو اتوؤ کلونو راهسې د ځنډ ښکار قضيې سل چنده سېوا شوي دي، ناقدين د ځنډ ښکار د دغو قضيو زر تر زره هوارول د محکمې دپاره لويه ننګونه بلي.

د سترې محکمې ترمخه دا مهال نزدې ٣٦،٣٤٤ د بېلا بيلو نوعيتونو قضيې چې پکښې ائيني او فوجداري اپيلونه شامل دي عدالت کې پراته دي.

په ستره محکمه کې د ځنډ ښکار قضيو شميره په کال ٢٠٠٩ کې ١٨،٣٥٩ وو.

څيړونکي وايي د ساسي مقدمو اورېدنې ته د وړومبيتوب ورکولو په سر د مخکې څخه د نيوکو سره مخ عدالت دپاره به د ځنډ ښکار د دغو قضيو زر تر زره هواری لويه ننګونه وي .

د سترې محکمې بيان وايي د ځنډ ښکار قضيو څخه ٢٥،٦٠٤ مقدمې د هېواد د هائيکورټونو نه راغلې دي او په دغو کې ١٦،١١٧ سول عريضې او ٩،٤٨٧ اپيلونه شامل دي .

بيان مخکې زياتوي د ځنډ ښکار اپيلونو کې ٢٩٤ ائيني خواستونه هم دي کوم چې نېغ په نېغه ستره محکمه کښې داخل شوي دي. د دې تر څنګ ١١٧ د بشري حقونو قضيې او ٥٩ ازخود نوټسې هم دي چې اورېدنې ته اړتيا لري .

د سترې محکمې مخې ته پرتو د ځنډ ښکار فوجداري اپيلونو کې مهم د پخواني صدر اصف علي زرداري جمع کړی شوې د پخواني وزيراعظم ذوالفقار علي بهټو د قتل د قضيې د بيا کتنې عريضه هم ده.

قانوني پوهان نظر لري چې په ستره محکمه د مقومو د بار سپکولو دپاره به د شخړو متبادل نظام راوړل او د سترو محکمې دقاضيانو شمېر زياتول وي.

جسټس (ر) ميا اجمل ډېوه رېډيو ته ويلي سپريم کورټ يو ائيني عدالت دی او په عامه توګه دغلته ائيني قضيې فېصله کيږي.

هغه وايي په څلور واړو صوبو کې نوي ستر عدالتونو جوړول او د موجوده سپريم کورټ په مرکزي عدالت کې په بدلولو سره به څه نا څه بار کم شي.

ځينې څيړونکي په ابادۍ کې تنده اضافه هم په عدالتوتو کښې د ځنډ ښکار قضيو پر شا يو علت ګڼي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG