لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې امن دپاره دپاکستان نوې دعوې اؤ دافغانستان اندیښنې


پاکستان يو ځل بيا ويلي غواړي دافغانستان کشاله دافغان اولس په خوښه هواره شي اؤ افغانستان چې دامن دپاره هر ګام اخلي پاکستان به یې ملاتړ کوي

خو په عین حال کې دافغانستان ولسمشر اشرف غني دپاکستان له لوري افغانستان کې دامن د ټینګښت ژمنو نه په مخ ګرځولو ناخوښي ښکاره کړې اؤ په پاکستان یې غږ کړی چې د لندن دموافقې په اساس افغانستان کې سولې دپاره عملي ګامونه واخلي.

د شورو په ورځ دپاکستان د وزیراعظم شاهدخاقان عباسي په مشرۍ دقامي سلامتیا د کمیټې په غونډه کې ویل شوي چې پاکستان افغانستان کې د امن ټینګښت دپاره هر رقم مرستو ته چمتو دی خو افغانستان ته به خپله هم پکار وي چې پخپله زمکه د موجودو ترهګرو په ضد ګامونه واخلي.

د لوړې پایې په دغه غونډه کې دپاکستان دپوځ سر لښکر جنرال قمرباجوه ،دسمندري اؤ هوایي ځواکونو مشرانو اؤ د استخباراتي ادارې ایي ایس ایي مشر هم برخه لرله .

په نزدې ورځو کې دپاکستان د پخواني وزیراعظم نوازشریف اقتدار نه د لرې کولو یوه وجه څیړونکي دا هم ښایي چې دپاکستان پوځ دخلکو ټاکل شوي حکومت ته واک نه ورکوي چې افغانستان دپاره پالیسي په پارلیمان کې جوړه شي بلکې دهیواد طآقتور پوځ افغان پالیسي پخپل لاس کې نیولې ده.

دغې غونډي ته د پاکستان دبهرنیو چارو سکترې تهمینه جنجوعه افغانستان ته دخپل اوسني سفر په هکله احوال هم تیر کړی اؤ دپاکستان مشران یې د افغان حکومت دهاغو اندیښنو نه خبر کړي چې تهمینه جنجوعه سره لیدنو کې هغې ته په ډاګه کړې وې.

د سه شنبې په ورځ کابل کې افغان ولسمشر اشرف غني دپاکستان دبهرنیو چارو سکترې تهمینه دراني سره لیدنه کې هغې ته افغانستان کې په روانه جګړه کې دپاکستان د منفي کردار په هکله خپلې اندیښنې ښکاره کړې وې اؤ سپارښتنه یې ورته کړې وه چې دغه اندیښنې باید دپاکستان حکومت ته ورسوي

دقامي سلامتیا د کمیټې د غونډې نه وروستو دوزیراعظم د ماڼۍ نه په جاري شوي یو بیان کې ویل شوي چې پاکستان دخپله انده افغانستان کې دسولې تینګښت دپاره زړه پورې هڅې کوي خو افغان حکومت هم باید دهاغو ورانکارو ډلو په ضد ګامونه ته مټې رابډ وهي چې ددواړو هیوادونو امن ته زیان رسوي.

وتلی خبریال ښاغلی طاهر خان افغانستان کې دامن د ټینګښت په هکله ډیوه راډیو سره خبرو کې ویلي افغان حکومت اؤ اولس خپل هیواد کې د امن د خرابې وضعې ذمه وار پاکستان ګڼي‌ اؤ افغانستان په هکله دپاکستان پالیسو ته د ناخوښۍ په سترګه کتل کیږي.

طاهر خان وایي پاکستان هم په دې نظر دی چې د افغانستان په زمکه د پاکستان مخالف جنګیالي وجود لري اؤ په داسې حال کې به دواړو هیوادونو ته په ګډه دامن د ټینګښت پروسه پرمخ وړل وي.

دطاهر خان په وینا امريکه اؤ افغانستان په دې پوهه دي چي افغانستان کښي امن دپاره پاکستان څومره مهم دی.

يو بل څیړنکار بریګیډیر(ر) سعد خان وايي که افغانستان کښي طالبان هر څومره سیمې ونیسي خو پاکستان به چرته هم په ښکاره دا ونه مني چي دوي د طالبانو مرستي کوي.

ډیوه راډیو سره خبرو کې هغه وویل پاکستان ته به افغانستان کښي امن د پاره اوس ډاګیز فعالیت کول وي‌.

واشنګټن اؤ کابل د تیرې یوې لسیزې راهسې په اسلام اباد تورونه لګوي چې پخپله خاوره یې طالبانو اؤ نورو ورانکارو ډلو ته خوندي ځالي ورکړي اؤ په افغانستان پرې ورانکاري کوي.

افغان حکومت تر دې حده دعوه کوي چې په کابل کې دوه میاشتې وړاندې کوم خونړي بریدونه شوي وؤ هغه د پاکستان د استخباراتي شبکې ایي ایس ایي په مرسته پاکستان کې پلان شوي وؤ‌ اؤ افغانستان په دغه هکله کوټلي شواهد هم په لاس کې لري

خو پاکستان بیا دافغانستان دغه دعوې ردوي اؤ وایي افغانستان کې روانه بدامني ددغه هیواد د کورنیو کمزوریو زیږنده ده

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG