لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور کې ۸۰۰  کسان د ډينګي ناروغۍ ښکار شوي دي


ډاکټران وايي که احتياط او په وخت علاج وشي د ډينګي دماشي چيچلو نه سړی بچ کېدی شي.
ډاکټران وايي که احتياط او په وخت علاج وشي د ډينګي دماشي چيچلو نه سړی بچ کېدی شي.

د پېښور مرستيال کمشنر ثاقب رضا اسلم وايي پېښور کې تراوسه پورې ۸۰۰ کسان د ډينګي په ناروغۍ اخته شوي او په دويې کې اوس هم د ۱۳۳ درملنه په روغتونونو کې روانه ده او نور کورونو ته لېږل شوي دي.

ډيوه ريډیو سره په خبرو کې نوموړي وويل، "د پېښور د تهکال دوه يونين کونسلې ۳۸ او ۳۹ د ډينګي نه ډېر اغېزمن دي او پشته خره بالا هم کې د ډينګي اثار ښکار شوي دي".

پېښور کې د ډینګي په ضد د اقداماتو مشري کوونکي مرستيال کمشنر وويل د کله نه چې په ښار کې د ډينګي کېسونه مخې ته راغلي د پېښور ضلعي او د صوبې حکومت د ډينګي ماشو د ختمولو دپاره د کېمېکلو او په ګېس کارولو پېل کړی دی.

هغه وويل د صحت د نړیوالې ادارې کارکوونکي ورسره دي او د تېرې يوې میاشتې راهسې په پېښور کې خلک د ډينګي نه د احتياطي ګامونو پورته کولو په اړه خبروي.

هغه زیاته کړه "۶۰ ښځې يې تربيه کړي کور په کور ګرځي خلکو د خبرداري پمفلټې ورکوي په کورونو کې ښځې خبروي چې بې ځايه او ښکاره اوبه ډنډ کېدو ته نه پرېږدي".

پېښور ته د پنجاب حکومت د طرفه د ډينګي د مخنيوي او علاج په موخه يو موبايل روغتون او نورې اسانتياوې لېږل شوي، خو ځايي مطبوعاتو ويلي د خېبرپښتونخوا حکومت د دغو اسانتياؤ اخستو څخه انکار کړی ؤ.

راپورونه وايي د پنجاب حکومت دوه نور موبايل روغتونونه هم ورليږي.

ثاقب وايي "د پښتونخوا حکومت د پنجاب حکومت مننه کړې او د صوبې وزير د پنجاب خپل سيال سره رابطه کړې او د هغو رالېږلې اسانتياوې کاروي".

ډاکټران وايي که احتياط او په وخت علاج وشي د ډينګي دماشي چيچلو نه سړی بچ کېدی شي.

د پېښور خېبر ټيچنګ روغتون ډاکټر اصغر وايي د ډينګي ناروغي د يو مخصوص قسم ماشي چيچلو نه جوړيږي اوپه ولاړو اوبو کې دا ماشي غټيږي.

ډاکټر اصغر وايي چې د ډينګي ناروغۍ د نخښو ښکاره کېدو سره سم ډاکټر له تلل پکار دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG