لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوې سرشمیرنه کې دپاکستان ابادي ۲۰کروړه،۷۷لکو ته رسیدلې


A heavily damaged health center in Mouzaki, central Greece, after the floods caused by the Mediterranean hurricane (Medicane) Ianos.
A heavily damaged health center in Mouzaki, central Greece, after the floods caused by the Mediterranean hurricane (Medicane) Ianos.

دپاکستان د ګډو ګټو کونسل هېواد کښې د ترسره شوي شپږمې سرشميرنې د غير حتمي نتيجو منظوري ورکړې چي ترمخه یې د هېواد ټوله ابادي ٢۰ کروړه، ٧٧ لکه او ٧٠ زره ته رسيدلې ده .

د شمارياتو د عبوري نتيجو د اعلان ترمخه د خيبر پښتونخواه ابادي ٣ کروړه ٥ لکه او ترهګرۍ ځپلو قبايلي سيمو ګرده ابادي ٥٠ لکه ١٦٧٦ ښودلې شوی. د سرشميرنې د عبوري نتيجو ترمخه د ابادې په لحاظ د هېواد تر ټولو لوې ايالت پنجاب ابادي ١١ کروړه ١٢ زره ، په دويم نمبر د سند ايالت ابادي ٤ کروړه او ٧٨ لکه ، د رقبې په اساس د لوې صوبې بلوچستان ابادي ١ کروړ او ٢٣ لکه ښودلې شوېده.

ددغو نتیجو نه وړاندې په میډیا داسې ناتائیده راپورونه خپاره شوي وؤ چې په ترسره شوې سرشمیرنه کې د قبائیلي سیمو ابادي یوازې پینځه پنځوس لکه ښودل شوې اؤ قبائیلي مشران دعوه کوي چې په دغو سیمو کې اوس دیوې محتاطې اندازې له مخې ابادي خواوشا یو نیم کروړ ته رسیږي.

د کال ٢٠١٧ د سرشميرنې په دغه عبوري نيتجو پښتون ملت پاله ډلو او پارليمان کښې د قبايلي سيمو د استازو لخوا کوم غبرګون هم مخې ته لا نه دي راغلې. خو په پاکستان کې تل وړې صوبې او ملت پاله ګوندونه ګیله کوي په سر شمیرنه کې د دوي شمیره په سمه توګه نه کیږي او د دغې لکبله په قامي وسیلو کې بیا وړو صوبو ته مناسبه ګټې هم نه ورکړی کیږي.

د جمعې په ورځ د وزير اعظم شاهد خاقان عباسي په مشرې کښې د هېواد د ګډو ګټو دکونسل یا شورا غونډه شوې چي پکښې د څلور واړه صوبو داعلا وزيرانو تر څنګ مرکزي وزيرانو او ددغو کونسل غړو ګډون درلودو.

ځایي مطبوعات د سرچينو د قوله وایي غونډې ته د هېواد د شمارياتو د محکمې دچارواکو لخوا د شپږمې سرشميرنې د موقتي اؤ غیرحتمي نتیجو په حقله حال احوال تير کړی شوی او ورته ویل شوي چي د هېواد د ټولې ابادې شمير ٢٢ کروړه ، ٧٧ لکه او ٧٠ زره ته رسيدلې خو پريکړه شوې چې ددغه نتيجوبه هم جاج اخستلې شي .

د شمارياتو د وزارت چارواکو غونډې ته ويلي چي موقتي او دقیقو نتيجو کښې د ابادۍ په شميره کښې کمی،بیشی کیدلی شي .

د شپږمې سرشميرنې د نتيجو پحقله په سرکاري کچه لا کوم بيان مخې ته نه دې راغلی خو ځایي مطبوعات د سرچينو له خولې زياتوي چې هېواد کښې د ميشت رجسټرډ افغان کډوالو شميره ٢٠ لکه ده او لس لکه افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي.

د شمارياتو ډويژن د ګډو ګټو کونسل ته ويلي چې د کال ١٩۹٨ او ٢٠١٧ ترمينځ د نولس کالو په موده کښې د هېواد ابادۍ کښې ٥٧ فيصدي اضافه شوې چي د کال پسر یې د ودې شرح ٣ فيصدي جوړيږي .

مطبوعات وایي د ګډو مفاداتو د شورا په غونده کښې په ١١ نکاتي ايجنډه غور شوی او بيا ورستو وزيراعظم د صوبو د اعلا وزيرانو سره بيل بيل ليده کاته هم کړي چې صوبو ته په ورپېښو ستونزو او هلته د پرمختيا په پروژو خبرې کړي.

ټاکل شوې ده په پاکستان کې د ترسره شوې شپږمې سرشمیرنې غوڅې نتیجې به وروستو اعلان کړل شي .

په پاکستان کې دغه سرشمیرنه په داسې حال کې شوې چې دقبائیلي سیمو په لکونو وګړي دجنګونو اؤ پوځي عملیاتو له امله دخپلو سیمو څخه په کډو کولو مجبور شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG