لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خواجه اصف:دریمنډیوس دخوشي کولو پلټنې به پاکستان رسوا کړي


خواجه آصف ويلي نه ده معلومه چې د ريمنډ ډيوس خوشۍ کولو کښي یوازې دیوې ادارې خپلې ګټې وې که نا د يو تن په خواهش خوشی کړل شوی ؤ؟
خواجه آصف ويلي نه ده معلومه چې د ريمنډ ډيوس خوشۍ کولو کښي یوازې دیوې ادارې خپلې ګټې وې که نا د يو تن په خواهش خوشی کړل شوی ؤ؟

د پاکستان خارجه وزير خواجه آصف ويلي دي امريکایي وگړي ريمنډ ډيوس دامریکایي وګړي ریمنډیوس خوشي کولو دپاره رقم دپاکستان حکومت ورکړی ؤ خو که ددې معاملې پلټنې وشوې نو پاکستان به ورسره د نورې رسوایۍ سره هم مخ شي.

دامریکایي سي ایي ای یو پخوانی کنټریکټر ریمنډیوس په کال ۲۰۱۱م کې دپاکستان لاهور ښار کې د دوؤ هاغو کسانو له وژنې وروستو نیول شوی ؤ چې د ریمنډیوس په قول په ده یې د برید هڅه کوله.

د سينټ غونډې ته په پخپله وینا کې خارجه وزير خواجه آصف ويلي دي تر اوسه دا نه ده معلومه چې ایا د ريمنډ ډيوس خوشۍ کولو کښي یوازې دیوې ادارې خپلې ګټې وې که نا هغه د يو تن په خواهش خوشی کړل شوی ؤ؟

ریمنډیوس دخپلې رهایۍ نه وروستو پخپل یو لیکلي کتاب کې دعوه کړې چې هغه کوم کسان وژلي وؤ دهغوئ کورنۍ ته دشرعي قانون له مخې د دیت پیسې پاکستان ورکړې وې اؤ دهغه په خوشي کولو کې دپاکستان دهاغه وخت د استخباراتي شبکې ایي ایس ایي لویې لاس ؤ.

دپاکستان خارجه وزیر هم د سینیټ غونډې ته ویلي چې ريمنډ ډيوس د شخصي ګټو دپاره خوشې کړل شوی ؤ اؤ د وژل شوؤ کسانو کورنیو ته پیسې هم پاکستان حکومت وړکړې وې خو دا رقم د کوم ځايې نه وړکړی شوی ؤ؟ دا تر اوسه معلومه نه ده.

د خارجه وزير لخوا دا بيان په داسې حال کې مخې ته راغلی دی چې په روانو ورځو کې دامریکا اؤ پاکستان اړیکې تاوژنې شوي دي .

امريکایي صدر ډانلډ ټرمپ روانه اوونۍ کې د افغانستان او جنوبي اسيا د پاره دتګلارې اعلانولو په مهال په پاکستان تورونه لګولي وؤ چې دامریکا نه په اربونو ډالر مرستې اخلي خو پخپله خاوره یې ترهګرو ته خوندي ځالې ورکړي دي.

خو دپاکستان پوځ اؤ حکومت د صدر ټرمپ دغه تورونه رد کړي اؤ ویلي یې دی چې پاکستان دامریکا پیسو ته اړتیا نه لري خو امریکا دې دترهګرۍ په ضد جګړه کې دپاکستان دقربانیو ستائنه وکړي.

دجمعې په ورځ د پنجاب ايالت اعلی وزير شهباز شريف هم ويلي دي اوس وخت راغلی چې په ډير په نرمه طریقه د امريکې امداد مرستې دمننې په کولو سره وانه خستل شي ځکه چې يو هيواد ته دا حق نشته چي دمرستو په ورکولو په بل هېواد تورونه اولگوي.

د پاکستان لخوا دامريکایي مرستو دنه اخستو بيانونو باندي دحکومت مخالف پاکستان پيپلز گوند ديو سينټر تاج حيدر وينا ده چې د جذباتي بيانونو پر ځایې باید پاکستان خپله پاليسي بدله کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG