لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان به د امریکا د بندېزونو مقابله اوکړې شي؟


د افغانستان او سویلي اېشیا لپاره د امریکا د صدر ډانلډ ټرمپ د نوې تگ لارې وروسته دې پښتنو زور اخستې دې چې ایا پاکستان به د امریکا غوښتنو ته داسې ځواب اووايي چې نړۍ پرې باور اوکړي؟ او دا که پاکستان د امریکا څخه د لارو بېلولو فیصله اوکړي نو د ممکنه بندېزونو برداشت کولو توان به اولري؟ داسې ځنې نورې پښتنې چې د خلکو په ذهنونو کښې موجود دي د هیلو وي او ای په پروگرام کښې مو د خپلو میلمنو نه کړېدي. د پروگرام کوربه وو نوشیرواون قلندر او میلمانه وو سینیټر الیاس بلور اوریټائرډ بریگېډئیر سعد محمد خان ( دفاعي څېړنکار)

د پاکستان دسینیټ د د فاعي کمیټۍ غړي سینیټر الیاس بلورنه چې مو پوښتنه اوکړه که امریکا په پاکستان بندېزونه اولگول نو مقابله به ېی اوکړی شي ؟

سینیټرالیاس بلوروايي:

زما په خیال نه. پاکستان نشي کولې. ډېره گرانه به وي. د ایران په شان بندېزونه که په پاکستان اولگېدل نو مقابله به ورته گرانه وي ایران خو ځکه مقابله اوکړه چې ورسره تیل وو خود پاکستان سره داسې څه نیشته چې په مارکیټ کښې ېی خرڅ کړي او ځان له ترې پیسې اوگټي. د پاکستان درامدات د واړاندې نه د برامداتو په مقابله کښې زیات شوي دي. دغه توله د غلطو پالیسو له امله ډېره ورانه شوې ده. دې زیاتوي باید د پاکستان ذمه وار د څه ممکنه بندېزونو وړاندې د عقل نه کار واخلي.

بلور صیب نه مو چې پوښتنه اوکړه چې پارلیمان له په روانو حالاتو کښې څه کول پکار دي ؟

سینیټر بلورد تیرو څلیرش کالو نه سنیټر دې خووايي په دغه موده کښې ېی چرته نه دي لیدلي چې د ددفاع او خارجه پالیسو لپاره پارلیمان ته رجوع شوي وي. دغه کار پوځ پخپله کوي.

الیاس بلور د ېوې بلې پښتنې په ځواب کښې اوویل چې روس او چین ته نه دي کتل پکار دغه هېوادونه چې څه هم کوي اول به خپلو مفاداتو ته گوري.

د پروگرام یوبل مېلمه او د پاکستان د پوځ پخواني بریگیډئیر سعدمحمد خان نه چې مو دا پوښتنه اوکړه چې د پاکستان او امریکا ترمنځه جنگ کېدېشي ؟

بریگیډئیرسعد وویل پاکستان د امریکا سره جنگ نشي کولې که جنگ اوشو نو امریکا به پاکستان تباه کړي او دا جگړه به اوږده نه وي بلکې دا به د یو څو گهنټو کار وي. کوم خلک چې پاکستان کښې د امریکا سره د جنگ خبرې کوي د هغه کس په عقل خبرې نشي کېدې.

سعد صیب د امریکا او پاکستان ترمینځه د جنگ په میدان کښې څومره فرق دې ؟

بریگیډئیر سعد: پاکستان د امریکا دB-52 بمبار الوتکې ځواب هم نشي کولې دغه الوتکه امریکا پنځوس کاله وړاندې په ویت نام کښې استعمال کړې وه. د پاکستان د F-16 جنگي الوتکود لارې د امریکا مقابله نشي کولې او دغه جازونه هم امریکا ورکړي دي او امریکا پرې ښه پوهه ده چې دغه جازونه ټول په جنگي بیړی کښې ولاړ دي او که چرې دغه ېی ورله ناکاره کړل نو بیا ورسره نور هايي ټیک جنگي جازونههم نیشته. بله دا چې امریکا که اوغواړي د پاکستان ریډار او نور مواصلاتي نظام هم اودرولې شي. د امریکا د دفاع مجموعي بجټ چې د 600 اربه ډالره نه زیات دې د چین روس او نورو غټو ملکونو د دفاع د ټول بجټ نه سېوا دې. سعد زیاتوي هم ځکه دې وايي چې د امریکا سره روایتي جنگ نشي کېدې نه ېی د پوځي طاقت مقابله کېدېشي البته پاکستان امریکا سره دا کار کولې شي کوم چې ېی افغانستان کې د وسله والو ډلو د لارې روان کړې دی.

سعد صیب که په پاکستان بندېزونه اولگېدل نو څه مشکلات به ورته پیښ شي؟

جواب: که امریکا بندېزونه په ځای کړل نو هغه قرضې چې ورته د IMF او نړیوال بنک یا ورلډ بنک نه میلاويږي د بندیدو زیات امکان دې نړیوالې کاروباري کمپنی به بیا د پاکستان سره کاروبار کولو ته تیارې نه وي، ملک ته به د بهر نه سرمایه کاري بنده شي او ددې په نتیجه کښې به د امریکا سره 60 فیصده او یورپ سره د شلو نه تر دېرش فیصده پورې برامدات او درامدات په ځای اودرېږي. او دغه به د پاکستان لپاره ډېر مشکلات جوړ کړي.

سعد وايي باید پاکستان په نورو د ملا تړلو په ځای د خپلو حالاتو مطابق فیصلې اوکړي او د سیمې نورو هېوادونوته ځای پر

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG