لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پارليمان د صدرټرمپ افغان تګ لاره رد کړې ده


د پاکستان پارلیمان په یو قراردادکې د امریکې صدرډانلډټرمپ د افغانستان او سویلي ایشیا لپاره اعلان کړې تګلاره رد کړې.


د پاکستان په پارلیمان کې د تود بحث په وخت د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ او افغانستان کې د امریکايي او نېټو ځواکونوکمانډر جنرل جان نکلسن لخوا په اسلام اباد لګول شوي تورونه هم رد کړي.

د پارلیمان غړوپه خپلو قهرجنو ویناګانو کې په حکومت غږ کړی چې د واشنکټن سره خپلې همکارۍ ته بیا کتنه اوکړي.

د پاکستان د پارلیمان په دواړه ایوانونو کې منظور شوي قرارداد کې د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ هغه دعوا رد کړی شوې چې ګنې پاکستان ته يې دترهګرۍ پر ضد جنګ کې په اربونو ډالره مرستې ورکړي.

په قرارداد کې ویلی شوي چې پاکستان ته دترهګرۍ پرضد جنګ کې د ۱۲۳ اربه ډالرو نه زیات تاوان رسیدلی.

د پاکستان پارلیمان په قرارداد کې د حکومت نه غوښتنه کړې چې د امریکې سره خپلې مرستې اوتړي، په خصوصي توګه هغه مرستې چې پاکستان يې د امریکې سره افغانستان ته د خپلو پوځي او غیر پوځې سامانونو په وړو راوړو کې کوي.

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د سويلي ایشیا او افغانستان لپاره د تګلارې اعلانولو په وخت تور لګولی وو چې پاکستان افغان طالبانو او حقاني تندروه ډلې ته پناه ځایونه ورکوي چې په افغانستان کې په نړیوال او افغان ځواکونو باندې ترهګر حملې کوي او په پاکستان يې غږ کړی وو چې طالبانو سره خپلې مرستې بندې کړي.

د صدر ټرمپ افغان تګلارې اعلانولو څوورځې وروستو افغانستان کې د امریکايي او نېټوځواکونو کمانډر جان نکلسن یو افغان ټېلي ویژن سره په مرکه کې ویلي وو دوي ته معلومه ده په پاکستان کې د کوټې شورا او پیښور شورا وجود لري او داچې پاکستان ته يې د دغه تندروه ډلو د موجودګۍ په اړه خپلې فکرمندۍ وررسولي.

پداسې حال چې د پاکستان په پارلیمان کې دغه قهرجن بحثونه شوي د پاکستان د خزانې وزارت د حکومت نه غوښتنه کړې چې د امریکې سره خپله تګلاره بدلولو وړاندې دې د هیواد اقتصادي وضعه په پام کې اوساتي.

د پاکستان یو اقتصاد پوهه قیصربنګالي ډیوه ریډیو ته ویلي پاکستان اوس هم په اقتصادي توګه ډیر کمزوری دی او د نړیوالو مالي ادارونه مرستوترلاسه کولو ته ډیر ضرورت لري.

نوموړي ډیوه ریډیو ته ویلي امریکا نړیوال بینک، نړیواله مالیاتي اداره، آي ایم ایف، او ایشیاي ترقیاتي بینک کنټرول کوي او زیاته کړې د پاکستان لپاه به د نړیوال مالیاتي ادارو نه قرضې ترلاسه کول ډیرګران شي که چرې د امریکې سره اړیکې خرابې شوې.

د کانګریس د شمیرې ترمخه امریکې د کال ۲۰۰۱ یوولسم ترهګر حملو وروستو د ترهګرۍ پر ضد جنګ کې پاکستان ته ۳۲ اربه ډالره پوځي او غیر پوځي امداد ورکړی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG