د پاکستان تر ټولو غټ صنعتي ښار کراچۍ کې د بېګا شپې راهسې روان تېزو بارانونو له امله رامنځته شوؤ پېښو کې لږ ترلږه ۱۱ تنه مړه شوي دي.
مرستندويه ادارې ايدهي فاؤنډېشن ډيوه ريډيو ته ویلي، د باران له امله رامنځته شوؤ زياتې پېښې د بجلۍ د کرنټ لګېدو دي، د بجلۍ تارونه غورځېدلي اوخلک د بجلۍ کرنټ وژلي دي.
د ايدهي ترمخه په مړه شوؤ کسانو کې دوه ماشومان هم شامل دي.
د ښار په زياترو برخو کې د تېرې شپې راهسې روان باران نه په سړکونو اوبه ډنډ شوي او ژورو علاقو کې کورونو ته ننوتي دي، په سړکونو د ګاډو چلن کم او د اوبو له امله ستونزو ورپېښې دي.
د ښار د مختلفو علاقو نه ترلاسه شوؤ خبرونو ترمخه په زیاتو علاقو کې بجلي نشته، خو د بجلۍ محکمې ویلي د بجلۍ په سمولو کار روان دی.
نن د پنجشنبې په ورځ سهار هم په ښار کې باران ورېد، او د موسمياتو محکمې ويلي د سبا جمعې د سهاره پورې په ښار کې په دمې دمې سره د باران ورېدو امکان دی.