لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکې شمالي کوريا ته په پوره پوځي قوت د ځواب ورکولو دړکه، د جنوبي کوريا تمرين


د پېنټاګون مشر د خبريالانو سره په خبرو کې وويل، امریکا د شمالي کوريا د بشپړې تباهۍ په لټه کې نه ده خو ويلي يې دي امریکا ډېرې لارې لري.
د پېنټاګون مشر د خبريالانو سره په خبرو کې وويل، امریکا د شمالي کوريا د بشپړې تباهۍ په لټه کې نه ده خو ويلي يې دي امریکا ډېرې لارې لري.

د امریکې د دفاع وزير جېم مېټس د صدر ډونلډ ټرمپ د خبرداري پېغام کې ویلي، که شمالي کوريا امریکا، د امریکا په خاوره ګوام يا امريکايي اتحاديانو ته دړکه کوي نو په "پوره پوځي قوت به ورته ځواب" ورکوي. بل لور ته جنوبي کوریا د شمالي کوريا د جوهري تاسيساتو په هدف کولو دپاره تمرينونه کړي دي.

سپينې ماڼۍ ویلي، صدر ټرمپ د جاپان وزیراعظم شېنزو ابی سره په خبرو کې د ځوابي اقداماتو په خبره ټينګار کړی او ژمنه يې کړې ده چې امريکا د خپلې خاورې او اتحاديانو د دفاع دپاره سفارتي، روايتي او جوهري وسلې توان لري.

مېټس، ټرمپ او د صدر لوړ پوړو مشاورو د اتوار په ورځ سپينه ماڼۍ کې ليدلي چې کله شمالي کوريا د هائيډروجن بم ازموینې اعلان وکړو. د پېنټاګون مشر د خبريالانو سره په خبرو کې وويل، امریکا د شمالي کوريا د بشپړې تباهۍ په لټه کې نه ده خو ويلي يې دي امریکا ډېرې لارې لري.

شمالي کوريا پرله پسې بېلېسټک میزايلې ازمايي او اوس يې شپږمه جوهري تجربه چې ښکاري پيانګ يانګ په وړومبي ځل د تهرمونيوکليئر ډيوائس کاميابه ازموينه کړې ده.

جېم مېټس د شمالي کوريا مشر کم جونګ ان ته په مخاطب کولو سره ويلي، چې هغه دې په سيمه کې د امريکا د اتحاديانو جاپان او جنوبي کوريا د دفاع په اړوندد امريکا په عزم کې کومه غلط فهمي ونه لري.

د شمالي کوريا په ګاونډي هېواد جنوبي کوريا کې د امريکا ۲۸ پوځ په مستقل ډول شتون لري اود دغو دواړو ملکونو ګډ دفاعي تړون هم دی د کوم لاندې چې په يو ملک بريد به په بل ملک بريد ګڼلی شي.

بل لور ته جنوبي کوريا د شمالي کوريا د مرکزي جوهري تاسيس په ميزايلو هدف جوړولو دپاره تمرينونه کوي.

د جنوبي کوريا د دفاع وزارت د ګل يا دوشنبې په ورځ ويلي د ميزايل دتمرينونو مقصد يې پيانګ يانګ ته سخت خبرداری ورکول دي.

په تمرين کې د جنوبي کوریا پوځ د خپلې خاورې نه د هيانمو نومې میزایل داغلی او هغه د جاپان په سمندر کې خپل هدف ټیک ويشتی دی.

په تمرين کې د جنوبي کوريا اېف ـ ۱۵ الوتکو هم برخه اخستې او د شمالي کوريا د جوهري تاسيساتو په هدف کولو مشق يې کړی.

د جنوبي کوريا د ګډو ځواکونو د مشر ترمخه د تمرين مقصد د شمالي کوريا د جوهري تاسيساتو په تېزۍ سره د هدف جوړولو د توان جاج اخستل ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG