لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاړه چنار کې دشیعه،سني په اختلافاتو لمړی فلم"سلګتی چنار"


سلګتی چنار
سلګتی چنار

کرم ایجنسي دافغانستان سره په پوله پرته دپاکستان قبائیلي سیمه ده ددغه ایجنسۍ سرښار د پاړه چنار په نوم یادیږي.

په پاړه چنار کې د تیرو دوؤ لسیزو راهسې د شیعه ، سني په نوم فرقه ایزه اختلافات دومره اوج ته رسیدلي چې د زرګونو زلمو ځوانۍ یې د بارودو په لمبو کې لولپه کړې.

خو ددغه قبائیلي سیمې شیعه ګان اؤ سنیان بیا په یو بل ډیر زیات خوږیږي هم . دیوبل په غم،ښادیو کې شریک وي،د خپلې سیمې درد یو شان پخپلو سینو کې محسوسوي اؤ په شریکه ددې سوال د جواب په لټون دي چې" مونږ چا اؤ ولې خپلو کې غوښه اؤ چاړه کړو"

همددغه جذبې اؤ احساس په بنیاد په دې وروستیو کې د پاړه چنار زلمو په لمړي ځل د "سلګتی چنار" په نوم یو ډاکومنټري فلم جوړ کړی چې تیره ورځ یې نندارې ته وړاندې کړی دی.

د سلګتي چنار مطلب هاغه سوزیدلی چنار دی چې تاؤ ترې خیژي خو لمبه یې مړه شوې ده .

"چنار" نوم په دغه فلم کې دپاړه چنار نه اخستل شوی اؤ دا چې د چنار نه لمبه نه پورته کیږي خو تاؤ یې خیژي، مطلب یې دپاړه چنار هاغه وضعیت ته اشاره ده چې که فرقه ایز جنګ پکې هر څو په موقتي ډول ولاړ دی خو ددغه اور بڅري لا هم په نغري کې پراته دي.

ددغه فلم د پروډیوسر ښاغلي اسد مرتضي شیرازي د وائس اف امریکه ډیوه خبریالې سعدیه قاسم شاه سره ددغه فلم د کیسې اؤ مقصد په هکله یوه مرکه کړې ده چې لاندې یې اوریدلی شئ

please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:03:51 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG