لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ : د تعليمي ادارو زده کوونکي د ترهګرۍ پېښو کې لاس لري


زده کوونکي د احتجاجي مظاهرې په مهال
زده کوونکي د احتجاجي مظاهرې په مهال

ځايي رسنۍ د چارواکو د خلې وايي په کراچۍ ښار کې په وروستيو کې د ترهګرۍ په رامنځته شوؤ پېښو کې د پوهنتونونو زده کوونکي لاس لري.

بل لور ته د سېنېټ چيئرمېن رضا رباني د کراچۍ پوهنتون وايس چانسلر ته خط لېږلی چې پکې نوموړي د پوهنتون د زده کوونکو ريکارډ استخباراتي ادارو ته په سپارلو او د پوليس سرټيفيکېټ جوړولو باندې اندېښنه څرګنده کړې ده.

راپورونه وايي د لويې اختر په ورځ د متحده قامي مومنټ پاکستان ډلې په يو مشر خواجه اظهارالحس باندې د بريد وروستو د پوهنتونونو د زده کوونکو په ترهګرۍ کې د ککړتيا خبره مخې ته راغلې ده.

په کراچۍ کې د ترهګرۍ په پېښو کې د زده کوونکو د ککړتياد خبرو مخې ته راتلو وروستود سه شنبې په ورځ د کراچۍ او اېن اي ډي پوهنتونونو د مشرانو او استاذانو ترمنځ ليدنې او خبرې اترې شوي دي.

راپورونه وايي په دغو ليدنو کې د زده کوونکو د داخلو په وخت د هغو د علاقايي پوليس تاڼې نه سرټيفکېټ اخستل او بيا د زده کوونکو ريکارډ استخباراتي ادارو ته د سپارولو په اړه هم خبرې شوي دي.

ويل کيږي په خواجه اظهار د بريد په مهال ځوابي ډزو کې وژل شوی تن حسان نومېده هغه اعلی تعليم يافته او په انجينيرنګ پوهنتون کې استاذ ؤ.

پوليسو په خواجه اظهار د بريد مقدمه په عبدالکریم او دهغه دوه ملګرو طلحه اومزمل باندې درج کړې ده.

د عبدالکریم په اړه ويل کيږي هغه د کراچۍ پوهنتون د اپلائيډفزکس څانګې اوسېدونکی دی، پوليس د سه شنبې په ورځ د دوه نور کسان نیولو ويلي چې هغويې هم د فزکس د څانګې زده کوونکي دي.

راپورونه وايي په نيول شوؤ کسانو کې د انصارالشريعه نومې ډلې مشر شامل دی.

په کراچۍ کې له دې وړاندې هم په شيعه اسماعيليانو بريد او د ټي ټو اېف په نوم غېردولتي ادارې مشرې سبين محمود په وژنه کې ککړو کسانو کې هم د تعليمي ادارو د زده کوونکو ويل شوي وو.

دغه ډول په حېدر اباد کې د جامشورو لياقت ميډيکل يونيورسټي اف سائنس زده کوونکې نورين لغاري د روان کال فرورۍ په مياشت کې په داعش کې د شاملېدو دپاره تښتېدلې او په لاهور کې بيا نيول شوې وه.

د سېنېټ چيئرمېن د پوهنتون وايس چانسلر ته په خط کې ليکلي نصاب ته دې بيا د سر نه کتنه وشي، او د ځوانانو تُندروۍ پله تلو د مخنيوي دپاره دې اقدامات وشي.

دغه ډول د سېنېټ د قرارداد لاندې دې د زده کوونکو سازمانونه بيا په ځای کړی شي، او د ادبي او تعليمي هلوځلو نه به يو بل دريځ رامخې ته شي.

د جولايۍ په مياشت کې هم د سي ټي ډي پوليس د سندهـ څانګې مشر ډي ائي جي ثناالله عباسي د ۴۰ سرکاري او غېرسرکاري پوهنتونو د مشرانو او چارواکو ترمنځ په يوه ناسته کې په تعلیمي ادارو کې د تندروۍ د مخ په زياتي فعاليتونو خبرې کړې وې.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG