لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د نوې وسله واله ډلې انصارالشريعه شتون او فعاليتونه


انصارالشريعه پاکستان وايي د کوم نړيوال جهادي تنظیم سره یې اړيکې نشته
انصارالشريعه پاکستان وايي د کوم نړيوال جهادي تنظیم سره یې اړيکې نشته

په کراچۍ ښار کې د انصارالشريعه پاکستان نومې وسله والې ډلې د شتون او فعاليتونو په اړه د رېنجر ځواکونو مشر مېجر جنرال محمدسعيد وايي، "په دې ډله کې خطرناک ترهګر شامل دي او په ضد يې سخت عمليات دوام لري".

په کراچۍ کې د وسله والې ډلې انصارالشريعه پاکستان نوم هغه وخت ډېر ښکاره شو چې د لويې اختر په ورځ د اېم کيواېم پاکستان په خواجه اظهارالحسن وژونکی بريد وشو.

د رېنجر ځواکونو مشر محدسعيد يو شخصي ټي وي (ای ار وايي) سره په خبرو کې د انصارالشريعه د فعالیتونو په اړه خبرې کړي دي.

نوموړی وايي "انصارالشريعه ډلې د روان کال په سر کې په وژنو پېل کړی دی په اول ځل دوي د فرورۍ په مياشت کې په شاهراه فېصل سړک باندې د يو پوځي افسر د وژنې زمه واري قبوله کړې وه، او د هغې وروستو چې دوي څومره وژنې کړي ټول پام يې په پوليس ؤ په ښار کې په مختلفو علاقو کې يې پولیس وژلي دي".

د رېنجر ځواکونو مشر وايي، "انصارالشريعه د کراچۍ پورې محدود تنظيم دی او تر اوسه چې ځواکونود دوي په اړه څومره معلومات ترلاسه کړي دي په دې ډله کې اووه يا اته تنه فعاله دي".

ښاغلی سعيد وايي، "چا چې په کراچۍ کې د ډلې بنياد اېښودی د هغو دواړو تعلق د القاعده سره دی، او د القاعده نه د جدا کېدو وروستو دوي ځانله ازاد تنظيم جوړ کړی دی".

د انصارالشريعه پاکستان په نوم ډلې په انټرنېټ خپور خپل پېغام کې ويلي په کراچۍ، پنجاب او قبايلي علاقوکې ډېرمجاهدین د داعش نه اوړېدلي او ګډوډ شوي دي ځکه دويې اوس په پاکستان کې د جهادي ډلو سره په همکارۍ د انصارالشريعه پاکستان اعلان کوي.

دې ډلې ويلي، د کوم نړيوال جهادي تنظیم سره یې اړيکې نشته خو د القاعده وژل شوي مشر اسامه بن لادن او اېمن الظواهري پېروي يې څرګنده کړې ده.

خو په کراچۍ کې د سي ټي ډي سرچينې وايي، دا ډله د بلوچستان او سندهـ صوبې په پوله پرتو علاقو کې شتون لري او ځانله جدا ډله ده.

د رېنجر ځواکونو مشر وايي، "د بده مرغه په دې ډله کې شامل درې تنه داسې دي چې د ماستړۍ تعليم يې کړی او نور شامل کسان ورسره هم اعلی تعليم يافته دي او دوي زده کړې په بېلابيلو ادارو کې کړي دي".

هغه زياته کړه په دې ډله کې شامل يو تن په خواجه اظهار د بريد په وخت وژل شوی او يو نيول شوی دی پاتې نور لانيول شوي نه دي په ضد يې عمليات دوام لري.

له دې وړاندې ځايي مطبوعاتو داسې راپورونه خپاره کړي چې د انصارالشريعه پاکستان مشر هم نيول شوی دی.

د رېنجرو مشر وايي دولتي امنيتي ادارو سره محدود وسائل دی او د انصارالشريعه کسان تر د افغانستانه تلي راغلي دي ځکه ټولې ادارې په شريکه د دويې په ضد په عملياتو بوخت دي.

په کراچۍ کې د تعلیمي ادارو د زده کوونکو په ترهګرۍ کې د ککړتيا د خبرونو مخې ته راتلو وروستود کراچۍ او اېن اي ډي پوهنتون مشرانو غونډې کړي او په دغه اړوند يې بحثونه کړي چې څه کول پکار دي چې زده کوونکي د ترهګرۍ نه وژغول شي.

داسې هم ويل شوي وو چې د زده کوونکو معلومات به د استخباراتي ادارو سره شريکولی شي او د داخلي په وخت به يې پوليس کرېکټر سرټيفيکېټ ضروري وي.

د هغې وروستو د سېنېټ چيئرمېن رضا رباني د کراچۍ پوهنتون وايس چانسلر ته خط لېږلی چې پکې نوموړي د پوهنتون د زده کوونکو ريکارډ استخباراتي ادارو ته په سپارلو او د پوليس سرټيفيکېټ جوړولو باندې اندېښنه څرګنده کړې وه.

خو د رېنجرو مشر وايي د کراچۍ پوهنتون نه يې د زده کوونکو کوم معلومات نه دي غوښتي او نه داسې کومه خبره شته دی.

په کراچۍ کې د انصارالشريعه نه وړاندې وخت په وخت چارواکو د داعش، القاعده، طالبانو او نورو وسله والو ډلو سره اړونده کسانو د نيولو ادعاوې کړي خو چارواکي دغه خبره ردوي چې داعش ډله په ملک کې په منظم ډول شتون لري.

د کال ۲۰۱۵م د دسمبر په مياشت کې د سي ټي ډي پوليس چارواکو ويلي ؤ په کراچۍ کې دښځو يو منظم نېټ ورک شتون لري کوم چې په ښځو کې د تُندروه ډلې داعش ويډيو فلمونه او لټېريچرې خپروي ، د ترهګرو ودونه کوي خېرات، زکات او او چندې جمع کوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG