لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: "د بقايي مېډېکل پوهنتون د افغان زده کوونکو سندونه دې اعتباري شي"


زده کوونکي وايي په پاکستان کې د خپلو افغان سفارتکارو سره هم  په تماس کې دي، خو ټوله خبره يې د پوهنتون سره تړلې ده.
زده کوونکي وايي په پاکستان کې د خپلو افغان سفارتکارو سره هم  په تماس کې دي، خو ټوله خبره يې د پوهنتون سره تړلې ده.

د افغانستان نه د کراچۍ بقايي مېډېکل پوهنتون ته د ډاکټرۍ زده کړو له راغلو محصلينو احتجاجي مظاهره کړې چې پوهنتون يې د پاکستان مېډېکل اېنډ ډېنټل کونسل يا پي اېم ډي سي سره رجسټرېشن نه دی کړی، او د رجسټرېشن نه کېدو له امله د دوي د ډاکټرۍ اسناد اعتبار نه لري.

د کراچۍ په بقايي مېډيکل پوهنتون کې افغان زده کوونکي چې د پاکستان د وزيراعظم د سکالرشپ لاندې د ډاکټرۍ زده کړو له راغلي دي، دويې وايي د پوهنتون نه د پي اېم ډي سي رجسټرېشن غواړي.

د اېم اېم بي بي اېس زده کوونکی د افغانستان د ننګرهار ولايت سره تعلق لرونکی شمشاد وايي نزدې ۱۶۰ زده کوونکي دي چې ځينو پکې په بقايي پوهنتون کې د مېډېکل زده کړې کړي او د ډېرو اوس هم روانې دي په دوي کې د هيچا رجسټرېشن نه دی شوی.

"چې کله د مېډېکل سټوډنټ فارغيږي د هغه دپاره د پاکستان مېډېکل اېنډ ډېنټل کونسل رجسټرېشن لازمي دی، د دې دپاره چې هغه ومنل شي چې هغه يو ډاکټر دی دوي سره چې رجسټر نه وی دا ډاکټر نه دی".

هغه وويل د رجسټرېشن يوه بله ګټه دا ده چې ډاکټران پرې هاؤس جاب کولی شي او نورې د اسپېلايزېشن زده کړې پرې هم کولی شي.

خوشحال خان هم دننګرهار اوسېدونکی او د اېم بي بي اېس زده کړې کوي، وايي بقايي مېډېکل پوهنتون په خپله د حساب نه زياتو زده کوونکو ته داخلې ورکړي ځکه اوس د پوهنتون او پي اېم ډي سي ترمنځ لانجه روانه او زور يې افغان زده کوونکو ته رسي.

"پوهنتون راته په ۲۰۱۴م کې ویلي چې رجسټرېشن به مو وشي او مونږ اسناد هم ورکړه خو د هغې وخت نه د دوي رجسرېشن نه دی شوی ځکه چې پي اېم ډي سي د پوهنتون په غلط کار چې زیاتو زده کوونکو ته يې داخلې ورکړې، ادارې د زړو زده کوونکو رجسټرېشنې هم ختمې کړي دي"

د پوهنتون مرستيال رجسټرار اسراراحمدخان مني چې زياتو زده کوونکو ته يې داخلې ورکړي دي، خو وايي پوهنتون د وزیراعظم هاؤس د وېنا په رڼا کې يې د لوړو زده کړوادارې اېچ اي سي په امر دغه داخلې ورکړې وې، خو زياتوي پي اېم ډي سي ورته د ځينو زده کوونکو رجسټرېشن نه ورکوي،

نوموړی وايي "اوس دويې د وزيراعظم د سيکرټرېټ سره تماس کړی او د سیکرټرېټ اړونده چارواکو ورته د دغه ستونزې هوارولو باور هم ورکړی خو نوموړی وايي دا وخت نشي ورکولی چې کله به دا مسله هواره شي".

عاليه هم د ننګرهار ولايت په بقايي پوهنتون کې د اېم بي بي اېس زده کړې کوي ، وايي په دې پوهنتون کې نزدې ۳۵ جينکو زده کړې کړي اود ځينو زده کړې اوس روانې دي،وايي دويې اوس غوښته کوي چې وزيراعظم او نور اړونده چارواکي دې د دوي په دې مسله کې په خپله کردار ادا کړي،

"مونږ د پاکستان د حکومت اړوند ادارې او د وزيراعظم سېکرټرېټ باندې دې مسلې ته توجه ورکړي ځکه چې به په دوي وخت تېريږي".

زده کوونکي وايي په پاکستان کې د خپلو افغان سفارتکارو سره هم په تماس کې دي، خو ټوله خبره يې د پوهنتون سره تړلې ده.

هغو وويل د دویې امتحانونه رانزدې دي د دې په ځای چې دويې خپلې زده کړې وکړي د امتحانونو تياری وکړي دوي راوتي د خپل رجسټرېشن دپاره احتجاج کوي.

د افغانستان نه د کراچۍ بقايي مېډېکل پوهنتون ته د ډاکټرۍ زده کړو له راغلو محصلينو احتجاجي مظاهره کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:37 0:00

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG