لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د بهرنو چارو وزير په درې ورځني سفر امريکا ته تلی


خواجه اصف په داسې حال کې د امريکا سفر کوي چې د يکشنبې په ورځ د پاکستان د پوځ سرلښکر کابل ته په يو ورځني سفر تلی ؤ.
خواجه اصف په داسې حال کې د امريکا سفر کوي چې د يکشنبې په ورځ د پاکستان د پوځ سرلښکر کابل ته په يو ورځني سفر تلی ؤ.

د پاکستان د بهرنو چارو مرکزي وزير خواجه اصف په درې ورځني سفر امريکا ته تلی، نوموړی به د خپل امريکايي سيال رېکس ټېلرسن او نورو چارواکو سره د سيمې د سولې او امنيت په سر خبرې وکړي.

خواجه اصف په داسې حال کې د امريکې سفر کوي چې د اګست په میاشت کې د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ د افغانستان او سويلي اسيا په اړه خپلې اعلان کړې تګ لاره کې په پاکستان سختې نيوکې کړې وې.

د هغې وروستو د امريکې د پاکستان او افغانستان دپاره ځانګړې استازې اېلس وېلز سفر پاکستان ځنډولی او د خواجه اصف د واشنګټن سفر هم وروستو کړی شوی ؤ.

پاکستان ویلي ؤ د امريکايي پاليسۍ په اړه د سيمې د ملاتړ ترلاسه کولو دپاره د ګاونډي ملکونو دورې به کوي او د هغې وروستو به د امريکې د سفر پرېکړه کولی شي.

د پاکستان د بهرنو چارو وزير خواجه اصف وروستو د سيمې د هېوادونو سفرونه هم کړي وو.

له هغې وروستو د پاکستان وزيراعظم شاهدخاقان عباسي سره د ملګرو ملتونو غونډه کې د ګډون دپاره هم خواجه اصف د نورو لوړ پوړو چارواکو نيويارک ته تلی خو په رسمي ډول يې امريکايي چارواکو سره ليده کاته نه ؤ شوي.

خواجه اصف په داسې حال کې د امريکا سفر کوي چې د يکشنبې په ورځ د پاکستان د پوځ سرلښکر کابل ته په يو ورځني سفر تلی او افغان صدر اشرف غني سره ليدلي او په يو شمېر موضوعاتو يې ورسره خبرې شوي دي.

د امريکا د صدر ډونلډ ټرمپ د افغانستان او سويلي اسيا په اړه د پاليسۍ د اعلان يوه ورځ وروستو د امریکې د بهرنو چارو وزیر رېکس ټېلرسن ويلي ؤ که پاکستان افغان تندلارو ته د خوندي ځای ورکولو عمل دوامداره وساتو، نو امريکا يې امداد بندولی او د نان ـ نېټو دحيثيت بيرته اخستو ترڅنګ يې په نورو اقداماتو غور کولی شي.

هغه ويلي ؤ واشنګټن د اسلام اباد سره په ګډه کار کول غواړي خو د دې دپاره به پاکستان له په خپله خاوره د موجودو ترهګرو ځالې ختمول وي.

په نیويارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر په نيويارک کې د خواجه اصف سره ليدلي او اتمر ویلي په دغه ليدنه کې يې خواجه اصف سره پاکستان کې د ترهګرو د پټنځايونو، مهم طالب مشرانو د تبادلې ترڅنګ په دوه اړخيزه امورو خبرې اترې کړې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG