لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د نرښځیانو دپاره ویړیا زده ګړو اعلان شوی دی


هیجړاګان
هیجړاګان

پاکستان کښې نرښځيانو ته تعليم ورکولو دپاره د هېواد علامه اقبال اوپن يونيورسټۍ د ویړيا تعليم پروګرام پيل کړی چې پکښې به ورته د لسم ټولګي نه تر پي ايچ ډي پورې زده کړې ورکول کیږي.
اسلام اباد کښې د علامه اقپال اوپن يونيورسټې وايس چانسلرډاکټر شاهد صديقي د شورو په ورځ ډيوه ريډيو ته ددغه ویړيا تعليمي پروګرام په بابله د تفصيل وړاندې کولو پر وخت وويل ددې پروګرام د لارې به نرښځيانو ته د لسم ټولګي نه تر ډاکټريټ يا پي ايچ ډي پورې ویړيا تعليم ورکولی شي.
هغه وویل ددغه پروګرام د لارې نرښځيان کولی شي چې فني يا تکنيکي زده کړې هم ترلاسه کړي . او د هغوي څخه به کوم فيس هم نه اخستل کیږي .
نوموړي ډيوه ريډيو ته وویل دهېواد محروم طبقو ته د ویړيا تعليم ورکولو د ويژن لاندې يې دغه تعليمي پروګرام پيل کړی. ولې چې د ټولنې د نورو محروم طبقو پشان نر ښځيان هم يوه بې کچه محروم طبقه ده.
ډاکټر صدیقي وویل ددې پروګرام بنيادي مرام په ټولنه کښې نرښځيان د تعليم د لارې په خپلو خپو ودرول دي چې داسې هغوي د معاشرې فعال اؤ د درناوي وړ خلک جوړ کړی شي.
علامه اقبال اوپن يونيورسټي په ګرد هېواد کښې ٤٤ مرکزونه لري او ښاغلي شاهد صديقي وایي نرښځيان کولی شي ددغه مرکزونو نه د داخلو فارمونه ترلاسه کړي او د فارمونو تر لاسه کولو وروستۍ نيټه د کال ٢٠١٧ د اکتوبر ١٠مه ده .
پيښور کښې د نرښځيانو دټولنې مشره فرزانه جان ډيوه ريډيو ته وایي په دغه پروګرام پيل کيدو بې کچه خوشحاله دي او که نرښځيان تعليم ترلاسه کړي نو په ټولنه کښې به د عزت ځاې ومومي .
نديم کشف چې په هېواد کښې د نر ښځيانو د بنيادي حقونو دپاره د همسفر په نامه يو غير دولتي تنظيم هم چلوي ډيوه ريډيو ته ویلي چې کله يو تنکی نرښځی د خپله کوره اوځي نو نيغ په نيغه د ګورو په لاسونو کښې ورشي او هغوي ترې د نڅا کار اخلي .
هغه زياتوي که نرښځيان تعليم ترلاسه کړي نو په ټولنيز بهير کښې به راشي او د هيجړا اؤ بدګ پشان د سپکو نومونو نه به خلاص شي .
پاکستان کښې نرښځيانو ته په ټولنه کښې په درنه سترګه نه کتلی کيږي او نه ورته د رياست لخوا بنيادي حقونه ترلاسه دي او هغه نرښځيان چې په کور کښې ځاي نه لري د رزق ګټلو دپاره په ودونو ښادوکښې ګډا یا نڅا کوي او اکٍثر د خلقو له اړخه د جنسي زور زياتي سره مخ کيږي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG