لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عراق: د داعش نه قوي مرکز بيرته ازاد کړی شوی


د دغه علاقې په ازادولو کې عراقي پوځ او د شيعه ملېشې ملاتړ هم ترلاسه ؤ چاته چې روزنه او وسله ايران ورکوي.
د دغه علاقې په ازادولو کې عراقي پوځ او د شيعه ملېشې ملاتړ هم ترلاسه ؤ چاته چې روزنه او وسله ايران ورکوي.

د عراق پوځ ادعا کړې چې د ملک په شمال کې يې د حويجه علاقه د ترهګرې ډلې داعش د وسله والو نه بيرته ازاده کړې ده.

حويجه د عراق په شمال کې د داعش وروستی قوي مرکز ؤ د کومې د ازادولو وروستو چې اوس د تندلارو سره يواځې په عراق هغه علاقه په لاس کې پاتې شوې کومه چې د شام په پوله پرته ده.

د کرکوک ښار سره نزدې د حويجه علاقه د تېلو نه ډکه ده، د دغه علاقې په ازادولو کې عراقي پوځ او د شيعه ملېشې ملاتړ هم ترلاسه ؤ چاته چې روزنه او وسله ايران ورکوي.

د عراق د پوځي عملياتو مشر عبدالامير رشيد يارالله د زيارت په ورځ جاري کړي بيان کې ويلي چې د پوځ نهم وسله وال ډويژن پوليس، اېمرجنسي رسپانس او شيعه ملېشې په ملاتړ حويجه ازاده کړی شوې ده.

د حويجه ازادولو دپاره په ۲۱م ستمبر عمليات پېل کړی شوي وو چرته چې د ملګرو ملتونو د شمېرې ترمخه ۷۸زره تنه د جنګيالو د لارې نيولو له امله بند پاتې شوي وو.

شام او عراق کې د داعش په ضد عمليات تُند کړی شوي او ډېرې علاقې ترې بيرته نيول شوي دي چرته چې ډلې خپلسره خلاف جوړ کړی ؤ.

د شام د دولتي پوځ نه علاوه د حزب الله سره اتحادي شيعه ملېشه او د امريکې ملاتړي کرد اتحاد هم په شام کې د داعش په ضد عمليات کوي.

د داعش نه د روان کال په جولايۍ کې د هغو خپلسره جوړه پلازمينه موصل ښار نيول شوی او دا د ترهګرې ډلې دپاره غټه ضربه وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG