لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا نوې تګلاره به د سیمې امنېت ټینګ کړي: اشرف غني


دسام دغه غونډه کې د۴۰ؤ هیوادونو استازي برخه لري
دسام دغه غونډه کې د۴۰ؤ هیوادونو استازي برخه لري

دافغانستان اولسمشر ښاغلي اشرف غني ویلي د افغانستان او سویلي اسیا لپاره د امریکا نوې ستراتیژۍ کولی شي له تروریزم سره د مبارزې، د سیمې او نړۍ د سولې او ثبات د تامین لپاره د همکارۍچوکاټ بدل او سیمه‎ییز او نړیوال امنیت ټینګ کړي.
افغانستان کې د شوؤ پرمختګونو اؤ اصلاحاتو په نوم د “سام” درېمې کلنۍ غونډې ته خپله وینا کې اولسمشرغني ویلي طالبانو او تروریستي ډلو د ټولو بین المللي موازینو او معاهدو پر خلاف د خلکو پر وژلو لاس پورې کړی.
خو هغه وویل طالبان اؤ نورې ترهګرې ډلې دخپلو ټولو هڅو باوجود خپلو شومو موخوته ونه رسېدل او په هر پړاو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو کلک مقاومت سره مخ شول.
دسام په دغه غونډه کې د ۴۰ؤ هیوادونو استازي برخه لري اؤ په دې خبره غور کوي چې افغانستان سره د سولې، اصلاحاتو اؤ اقتصادي پرمختګ په لړ کې نړیوالې ټولنې کومې ژمنې کړي په هغې څومره عمل شوی.
اشرف غني دغه غونډې ته وینا کې افغانستان کې ددائمي امن په ټینګښت زور راوړو اؤ‌ وې ويل”په دې برخه کې اجماع رامنځته شوې، موږ به د بین الافغاني سولې او حزب اسلامي سره د سولې له بریالۍ تجربې په ګټه اخیستنه په دې برخو کې هڅه وکړو”
هغه ټینګار وکړ چې له پاکستان سره په خپلو مذاکراتو کې به دولت په دولت بحث وکړو.
هغه وویل افغانستان هیڅکله د تروریزم ملاتړ نه دی کړی، بلکې هڅه یې کړې چې د سیمه ییز پرمختګ او پانګوالۍ لپاره د همکارۍ اړیکې رامنځته کړي.
هغه هیله ښکاره کړه چې دافغان حکومت د زړه پورې ګامونو نتیجه کې به افغانستان د سیمې د سوداګرۍ او ترانزیټ په مرکز بدل شي.
ښاغلي غني وویل، په لندن کنفرانس کې مود افغانستان پخپلو پښو ودرؤلو لپاره د لارې نقشه وړاندې کړه او تېر کال په بروکسل ناسته کې هم له نړېوالې ټولنې سره د افغانستان حکومت د ژمنو او عملي پلانونو په اړه بحث او خبرې وشوې.
ښاغلي غني ټینګار وکړ، چې له اداري فساد سره مبارزه د افغان حکومت یو جدي لومړیتوب دی او په دې برخه کې ۹ امنیتي او مالي ادارې په جدي توګه کار کوي. هغه زیاته کړه، چې د مدني ټولنې او خصوصي سکتور بنسټونه له دغه بهیر څخه څارنه کوي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG