لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ګلالۍ اسماعيل نړيواله جاېزه ګټلې


ګلالۍ اسماعيل ويلي،"د مذهبي تندروۍ په ضد وېنا زمونږ بنيادي حق دی"،
ګلالۍ اسماعيل ويلي،"د مذهبي تندروۍ په ضد وېنا زمونږ بنيادي حق دی"،

د خېبرپښتونخوا صوابۍ ضلعې سره تعلق لرونکې فعالې او د اوېرګرلز په نوم غېردولتي ادارې مشرې ګلالۍ اسماعيل د انا پوليتکوسکايا اېوارډ ګټلی دی، هغې ته دغه اېوارډ د هند د وژل شوې خبريالې سره په ګډه ورکړی شوی دی.

د را ان وار (RAW in WAR) په نوم ادارې ويلي ګلالۍ اسماعيل د ۱۶ کالو په عمر کې د خپلې خور سبااسماعيل سره په ګډه د کلتوري تشدد او په ښځو د ظلم په ضد خېبرپښتونخوا کې د اوېرګرلز يا پوهه جينکو په نوم اداره جوړه کړې وه.

هغې په ټولنه کې د برابرۍ د نشتوالي، بې زغمۍ او تندروۍ په ضد د جينکو دپاره غونډې راجوړې کړي چې هغوي د خپلو حقونو دپاره مبارزه وکړي.

د تعلیم مبارزې نوبېل جايزه ګتونکې ملاله يوسفزۍ په کال ۲۰۱۱م کې د اوېرګرلز پروګرام کې ګډون کړی ؤ.

د انا پوليتکوسکايا اېوارډ په کال ۲۰۱۳م کې ملاله يوسفزۍ ګټلی ؤ.

ګلالۍ د اېوارډ قبلولو سره ويلي، "دا زما دپاره د عزت خبره ده چې د انا پوليتکوسکايا اېوارډ اخلم د هغې انا په نوم چې خاموشي يې ماته کړې وه او زه له سختۍ، تشدد او تندورۍ په ضد د خاموشۍ نه انکار کوم".

هغه ويلي، "د مذهبي تندروۍ په ضد وېنا زمونږ بنيادي حق دی"،

ګلالۍ زياته کړې "په داسې کې چې زه دغه اېوارډ اخلم د نړۍ په يو شمېر برخو کې د ټوپکو تشدد، بشر وژنې روانې دي او په ملينونو خلکو بې کوره دي، نوې ډول مذهبي تندروي راپېدا کيږي خو د دې ترڅنګ امېد يا هيله هم موجوده ده".

ملالې يوسفزۍ ګلالۍ اسماعيل ته په اېوارډ ګټلو اومبارکې ويلې او زياته کړې يې ده "زه د ګلالۍ په ملاتړ کولو فخر کوم چې په پاکستان کې د جينکو د تعليم او برابرۍ دپاره هلې ځلې کوي، او باوجود د تعصب او خطرو ګلالۍ خپله مبارزه جاري ساتلې چې هره جينې په سکول کې وويني".

امريکايي خبرياله انا پوليتکوسکايا په کال ۲۰۰۶م کې په روس کې وژل شوې او دغه اېوارډ هر کال د هغې په نوم ورکولی شي.

د اېوارډ ورکولو دستوره به د کال ۲۰۱۸م د مارچ په مياشت کې په لندن کې کيږي.

ګلالۍ اسماعيل په کال ۲۰۱۵م کې د برطانیې اېکسیلنسي اېوارډ برای يوتهـ ډويلپمنټ، په ۲۰۱۴م کې انټرنيشنل هيومن رائټس اېوار او په کال ۲۰۱۳م کې د امريکې انټرنېشنل ډيموکرېسي اېوارډ هم ګټلی ؤ.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG