لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د فاټا اصلاحاتو په اړوند احتجاجي لاريون اسلام اباد ته په لار

په اسلام اباد کې به احتجاج کوي او د راتلونکې تګلارې دپاره به د ملاتړ کوونکو سياسي ګوندونو سره صلاح کوي او د هغې وروستو به اعلان کوي.
په اسلام اباد کې به احتجاج کوي او د راتلونکې تګلارې دپاره به د ملاتړ کوونکو سياسي ګوندونو سره صلاح کوي او د هغې وروستو به اعلان کوي.

د فاټا اصلاحاتو اوخېبرپښتونخوا کې ورګډولو په اړوند د قبايلي سيمو د خلکو او سياسي ګوندونو ګډ احتجاجي لاريون اسلام اباد ته په لار دی.

د باجوړ نه د پارلمان استازي شهاب الدين خان ډيوه ريډیو سره خبرو کې وويل د ټولو قبايلي سیمو او خېبر پښتونخوا نه د سياسي ګوندونو مشران او غړي په لويه شمېره کې اسلام اباد ته ورنزدې شوي دي.

هغه وويل د مولانا فضل الرحمان د ګوند نه علاوه نور ټول سياسي ګوندونه يې په احتجاجي لاریون کې ملاتړ کوي او اسلام اباد ته ورسره روان دي.

د عوامي نيشنل ګوند د مرکزي عمومي سېکتر مياافتخارحسېن په مشرۍ احتجاجي لاريون کې د ګوند غړي ملګرتيا کوي او نوموړي ويلي دوي د قبايلو سره د دوي په احتجاج کې کلک ملګري دي او دوي سره به ټينګ ولاړ وي.

شهاب الدين وویل دوي دغه درې غوښتنې کوي چې پېښور هائيکورټ او سپريم کورټ ته دې د قبايلو رسايي ورکړل شي، د ۲۰۱۸م عامو انتخاباتو کې دې قبايلي سیمو ته د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ کې استازيتوب ورکړی شي او اېن اېف سي اېوارډ کې دې فاټا ته پوره برخه ورکړی شي.

هغه زیاته کړه په اسلام اباد کې به احتجاج کوي او د راتلونکې تګلارې دپاره به د ملاتړ کوونکو سياسي ګوندونو سره صلاح کوي او د هغې وروستو به اعلان کوي.

په ټولنيز رسنيو هم د فاټا د احتجاجي لاريون عکسونه خپاره کړی شوي او خلکو د اېف سي ار قانون په ضد پېغامونه ورکوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

XS
SM
MD
LG