لاس رسیدونکی لینک

 
د شمالي کوريا په اړه د امريکا پاليسي د ۲۵ کالو راهسې ناکامه پاتې شوې، ټرمپ
تازه خبر

د شمالي کوريا په اړه د امريکا پاليسي د ۲۵ کالو راهسې ناکامه پاتې شوې، ټرمپ


ټرمپ د اوونيو راهسې د شمالي کوريا مشر کم جونګ ان سره په تريخوالي کې بوخت دی،
ټرمپ د اوونيو راهسې د شمالي کوريا مشر کم جونګ ان سره په تريخوالي کې بوخت دی،

د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ ويلي د دوه لسیزو نه زياتې مودې راهسې د شمالي کوريا سره د امريکا خبرې ناکامه پاتې شوي دي.

نوموړي ټرمپ په ټويټر ویلي، "زمونږد ملک د شمالي کوريا سره د ۲۵ کالو راهسې خبرې ناکامه پاتې شوي،په اربونو ډالره خرڅ شوي او هيڅ ګټه يې نه ده کړې پاليسۍ کار نه دی کړی".

د ټرمپ تازه بيان دې پله اشاره کوي چې د شمالي کوريا د ايټمي وسلو د پرمختګ د مخې نيولو په لړ کې امريکا د اوږدې مودې پاليسي جوړوي.

نوموړي د شنبې يا خالي په ورځ ويلي ؤ "د شمالي کوريا سره د پخوانو مشرانو تړونونو کار نه دی کړی، او شمالي کوريا د تړون د سیاهۍ وچېدو وړاندې د هغې سرغړونه کړې امريکايي مذاکرات کار يې بېوقوفه جوړ کړي او په دغه اړوند يواځينی يو څيز کار کولی شي".

دا نه ده واضحه چې د ټرمپ د "يواځيني څيز" مطلب څه خو ويل کيږي د هغه دا اشاره پوځي عملياتو پله ده، هغه د بهرنو چارو وزير رېکس ټېلرسن ته هم ويلي، شمالي کوریا سره په خبرو وخت ضايع کوي.

ټرمپ د اوونيو راهسې د شمالي کوريا مشر کم جونګ ان سره په تريخوالي کې بوخت دی، او وايي که د شمالي کوريا نه امريکا يا اتحاديانو ته يې خطره ورپېښه شوه په "بشپړ ډول به يې تباه کړي".

شمالي کوريا جاپان پله د راکټ ويشو ترڅنګ يو شمېرميزايل تجربې او ايټمي تجربې کړي.

د پيانګ دولتي رسنيو د کم د خلې ويلي هغه د اوونۍپه اخره کې د واکمنې ورکرز پارټۍ مرکزي کمېټۍ ته ویلي، چې د شمالي کوريا ايټمي پروګرام قيمتي خزانه ده او دا به دوي د جارحيت نه ساتي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG