لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صوابۍ کې خبريال وژل شوی، طالبانو يې زمه واري منلې


هارون خان د يو ځايي ټي وي چېنل او ورځپاڼې سره دنده ترسره کوله.
هارون خان د يو ځايي ټي وي چېنل او ورځپاڼې سره دنده ترسره کوله.

د خېبرپښتونخوا صوابۍ ضلع کې يو ځایي خبريال هارون خان په وسله وال بريد کې وژل شوی دی، طالبانو د بريد زمه واري منلې ده.

د صوابۍ پوليس تهاڼې يو افسر راحت ډيوه رېډيو سره خبرو کې د خبريال د وژنې پخلی وکړو او وې ويل پوليس ته مالومه شوې چې د وژل شوي خبريال په خپله کورنۍ کې د ځمکې په سر څه لانجه روانه وه.

خو د پاکستاني طالبانو تحريک د هارون خان د وژنې زمه واري منلې ده.

رسنیو ته په لېږلي پېغام کې د طالبانو ویاند محمدخراساني ويلي، هارون د صحافت په جامه د پاکستان استخباراتي ادارې ايي اېس ايي دپاره کولو، ځکه يې په هدف کړی دی.

د پېښور د خبريالانو سازمان خېبر يونين اف جرنلسټس د هارون په وژنه اندېښنه څرګنده کړې ده، د وزیراعلٰی او پوليسو نه يې پېښه کې د ککړو کسانو د نيولو غوښتنه کړې ده.

د خبريالانو سازمان ويلي حکومت او امنيتي ادارې خبريالانو ته په تحفظ ورکولو کې پاتې راغلي او دغه ډول پېښې د خېبرپښتونخوا حکومت د مثالي امن او پوليسو ادعاوې دروغژنې کوي.

سازمان د خبريال د وژنې په ضد د جمعې په ورځ پېښور پرېس کلب باندې د احتجاجي مظاهرې اعلان هم کړی دی.

د صوابۍ پوليس په وېنا د هارون د وژنې په اړوند نورې پلټنې پېل کړی شوي او د وژل شوي خبريال ورور پوليس ته ويلي دوي د کور نه بهر ولاړ وو وسله په لاس کسان راغلي او په دوي يې ډزې کړي دي.

وژل شوي خبريال د ځايي ټي وي چېنل (مشرق) او ورځپاڼې (اخبارخېبر) سره دنده ترسره کوله.

پاکستان اوس هم د خبريالانو دپاره خطرناکو هېوادونو کې شمار دی.

د بې پولې خبريالانو سازمان رپورټر ود اوټ بارډر د سږنې کال د راپور ترمخه پاکستان په نړۍ کې د خبريالانو دپاره خطرناکو ۱۸۰ ملکونو کې په ۱۳۹ نمبر دی.

د راپور ترمخه پاکستان کې په تېر ۱۵ کاله موده کې ۱۱۷ خبريالان وژل شوي او په دوي کې يواځې د درېو خبريالانو مقدمې عدالتونو ته وړل شوي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG