لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان حکومت نه دهزاره ګانو دتحفظ دګامونو تفصیل غوښتل شوی


دکوئټې هزاره ورورولۍ د بلوچستان حکومت اؤ ریاستي ادارې د دوئ په تحفظ کې ناکامه بللي اؤ د پاکستان سترې محکمې د هزاره ګانو په شکایت دبلوچستان حکومت څخه سپیناوی غوښتی چې ولې د هزاره رورؤلۍ تحفظ نه باوري کوي؟

دپاکستان ستره محکمه کې دا مهال تیر کال د کوئټې په روغتون دشوي ترهګریز برید دوسیه څیړل کیږي چې ددغه پیښې نوټس سترې محکمې پخپله اخستی ؤ.

د هزاره ډیموکریټک ګوند په غوښتنه سترې محکمې دبلوچستان حکومت څخه د هزاره ورورؤلۍ ژوند ته د پيښو ګواښونو اؤ هغوئ ته د تحفظ ورکولو په اړه داخستل شوؤ ګامونو په هکله تفصیلات غوښتي دي.

هزاره رورولۍ په خپل خواست کې دریځ خپل کړی چې په کوئته کې د اوږدې مودې نه هزاره ګانو باندې بمي چاودنې اؤ ترهګریز بریدونه کیږي خو حکومت نه خو دوئ ته تحفظ ورکوي اؤ نه یې تر دې مهاله په دغو ترهګریزو پیښو کې ککړ یو تن نیولی دی.

ډېوه رېډېو سره خبرو کښې هم د هزاره وورولۍ سره تعلق لرونکې دمدني ټولنې فعاله غړې فاطمه عاطف د سترې محکمې احکاماتو ته پخپل عکس العمل کې ویلي چې دوئ د پاکستان رېاستي ادارو نه هیڅ طمع نه لري.

هغې ویلي چې دهغوئ باور نه هله په حکومتي ادارو پیدا کیږي چې د دوئ د خلقو د مړو موندل لړۍ ختمه شي

هزاره ووروولي د شېعه مسلک منونکې ده او پاکستان کښې زیاتره وخت لا قانونه ګرځول شوې تندروه ډله لشکر جهنګوي په دوې باندې د حملو پړه په غاړه اخلي.

د بلوچستان حکومت وېاند انوار الحق کاکړ د سترې محکمې داحکاماتو پحقله وايي چې د حکومتي ګامونو له کبله کوېټه کښې مېشته دهزاره وورولي ابادي اوس تر ډېر حده پورې د ترهګریزو بریدونو څخه محفوظ کړی شوې ده خو دی مني چې دهزاره ګانو د هدفي وژنو پیښې اوس هم رامینځته کیږي.

په کوئټه هسپتال پروسکال د شوي برید د دوسیې اورېدنې په مهال سترې محکمې ېو ځل بېا ددغې پېښې پلټنو لپاره جوړ دجسټس قاضې فائز عیسي کمېشن درپورټ په عملي کولو ټینګار کړی دی.

دغه رپورټ کښې دکوئټې په روغتون شوي برید کې د امنیتي ادارو په کارکردګۍ پوښتنې راولاړې کړی شوې وې.

پروسکال دکوئټې په روغتون ترسره شوي ځانمرګي برید کې تر ۷۰ؤ زیات کسان وژل شوي وؤ چې زیاتره پکې ددغه صوبې وتلي پښتانه قانومندان وؤ

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG